پوهندوی سید شیراقا سیدي

پوهندوی سیدشیراقا سیدي د سیدقابل شاه حسني مشهور په معلم پاچاه ځوۍ او د سیدشریف شاه مشهور په غونډۍ پاچاه لمسی، په ۱۳۲۵ لمریز کال د تلې میاشتې په شپاړلسمه (۱۶) نیټه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالی د خواجه خیل سفلی (نیازي) قریې د غونډۍ په کلي کې سترګې په دی پاتې نړۍ کې رڼې کړي دي.
استاد خپلې لومړنۍ زده کړې د سنګر په لومړني ښوونځي کې، منځنۍ زده کړې د کابل په ابن سینا منځني ښوونځي کې، د لیسې دورې زده کړې یې د کابل په دارالمعلمین کې سرته رسولي دي او د لیسانس په سویه د کابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي او فزیک څانګه کې پای ته رسولی دي. خو دې ځینو ستونزو له امله استاد په دې ونه توانیده چې نورې عالي زده کړې هم وکړي.
استاد د ښوونکي مقدسې دندې برسیره د کندز، ننګرهار، او کندهار په ولایتونو کې د پوهنې لوۍ مدیر په ټوګه او د ښوونې او روزنې وزارت د ثانوي زده کړو په ریاست کې د علمي او مسلکي غړي په توګه دنده اجرا او سرته رسولی ده.
وروسته په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ریاضي او فزیک په څانګه کې د استاد په توګه تقرر لاس ته راوړی، او د ۱۳۹۵ کال د وري میاشتې تر دولسمې (۱۲) نیټې پورې دنده لرله. په پایله کې استاد د ۴۸ کاله د دندې د اجرا کولو نه وروسته د مامورینو د قانون په مطابق متقاعد وګڼل شو. زه استاد ته د لوی څښتن تعالی څخه د اوږد عمر او خوشحاله ژوند غوښتونکی یم.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top