پوهنمل منصور فقيرزی

پوهنمل منصور فقيرزی د حاجي نورفقير ځوی، د ننګرهار ولايت، د کوټ ولسوالۍ، د مطرانو د کلي اوسيدونکی دی، چې په ۱۳۶۸ هـ ش کال يې دې نړۍ ته سترګې پرانيستې دي. د ښوونځي دوره يې په ۱۳۸۵ هـ ش کال کې د کوټ عالي ليسې څخه بشپړه کړې ده، او له فراغته وروسته يې د کانکور له لارې د ننګرهار پوهنتون، اقتصاد پوهنځي ته لاره پيدا کړه، چې په ۱۳۹۰ هـ ش کال کې يې ياد پوهنځی د کادر په درجه بشپړ کړ. د پوهنځي د فراغت سره سم د ننګرهار د ادارې او حسابدارۍ په انسټيټوت کې د استاد په صفت مقرر شو، او له دوه کاله خدمت څخه وروسته په ۱۳۹۲ ل کال کې د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو، چې په دې جريان کې يې د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي د استاد، څانګې امر، د پوهنځي د مرستيال، او د پوهنځي او پوهنتون په کچه د مختلفو کميټو د مشرۍ دنده ترسره کړې ده.
استاد د لوړو زده کړو سره د خپلې ځانګړې علاقمندۍ او خپلې علمي وړتيا د لوړولو په موخه د ازادې سيالۍ له لارې د ماسترۍ بورس ته بريالی او په ۱۳۹۶ هـ ش کال کې يې د هندوستان هيواد د پنجاب پوهنتون، چنديګر څخه د عامه ادارې په برخه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ، او اوس مهال له همدې پوهنتونه د دکتورا په زده کړو کې بوخت دی. سربيره پر دې استاد خپل مسلک او ژبې ته د خدمت کولو په پار د همدې علمي اثر تر څنګ د «سازماني پرمختيا» کتاب د ليکلو او په ملي او نړيواله کچه د ګڼو علمي مقالو د نشر او په مختلفو ملي او نړيوالو کانفرانسونو کې د ګډون وياړ هم په برخه لري.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

.

Scroll to Top