داکتر محمد یحیی وردک د پښتني تجارتي بانک د پخواني رئیس  زېړګل وردک  زوی، په ۱۳۴۷ هجري لمریز کال په کابل کې زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې په سپین کلي، منځنۍ زده کړې په حربي ښوونځي (۱۳۶۰-۱۳۶۴ هـ. ش) او لوړې زده کړې یې د معالجوي طب په برخه کې (۱۳۶۴-۱۳۷۱ هـ ش) یا (۱۹۸۵-۱۹۹۲ز) په چکوسلواکیا کې سر ته رسولې دي.

په جرمني کې یې د ژبې له زده کولو څخه وروسته په هادیلبرګ پوهنتون کې د پرمختګ په لور هېوادونو کې روغتیایي سیستم، عامه روغتیا او حاروي طب لوستی، 

یو کال یې د کلن ښار په میبیګ انستیتیوت کې روغتیایي اداره  او داسې نورې زده کړې کړي دي.

له ۲۰۰۰-۲۰۰۲ز پورې د هامبورګ پوهنتون په سل کلن حاروي طب انستیتیوت کې رسمي مامور پاتې شوی، وروسته د بن په ښار کې د انوینت (اوسنی جی آی زيډ) سره   څلور کاله (۲۰۰۳-۲۰۰۶ز) د درېیمې نړۍ  ډاکټرانو لپاره د طبي زده کړو او غیر حضوري زده کړو په ایجادولو او عملي کولو کې کار کړی.

 ۲۰۰۷-۲۰۱۰ز پورې د ډي اي ډي، انوېنټ،  دویچې ویلې راډیو او یو شمېر نورو آلماني موسسو سره د افغانستان د پروګرامونو همکار او مشاور پاتې شوی دی.
په ۲۰۰۹ زکال کې ننګرهار ته راغلی و او له ۲۰۱۰ز کال راپدېخوا تر نن (مې ۲۰۲۲ز) پورې د لوړو زده کړو وزارت سلاکار دی. په دې موده کې یې د نورو کارونو تر څنګ ۳۶۹ درسي کتابونه (په طب، فارمسي، روانشناسي، وترینري، زراعت، انجنیري، اقتصاد، ژورنالیزم، تعلیم وتربیې، عامه اداره او پالیسي، ادبیاتو او ساینس) کې چاپ او په ټول افغانستان کې یې پوهنتونونو ته رسولي دي.
د ډاکتر یحیی وردک د کتابونو د ډانلوډولو لپاره په لاندې لینکونو کلیک وکړئ:

Scroll to Top