پوهاند ډاکتر شریف الله

پوهاند ډاکتر شریف الله په ۱۳۰۸ شمسي کال کې د روداتو ولسوالۍ کې د اخند زادګانو په کلي کې دنیا ته راغلی دی. لومړنۍ زده کړې یې د حصار شاهي په ابتدائیه ښوونځي کې سرته رسولې دي او بیا په حربي ښوونځي کې شامل او کله چې د ښوونځي د ۱۲ صنف څخه فارغ شوی، د کابل طب پوهنځي کې شامل او په ۱۳۴۰ کال کې د طب پوهنځي څخه فارغ شوی دی. د انترشب په دوره کې (۱۳۴۱) د ننګرهار د پوهنتون د طب پوهنځي ته معرفي شو. لومړني دوه کلونه یې د فزیالوژي په دیپارتمنت کې د اسستانت په حیث دنده ترسره کړه. د عسکرۍ رتبه یې د شاهي فرمان په اثر په ملکي رتبه بدله شوه او په درېیم کال کې د داخلې سرویس ته تبدیل شوي. په ۱۳۵۴ کال یې د پوهاندۍ رتبې ته ترفیع وکړه او د داخلې په سرویس کې د شف په حیث په کار مصروف وو. د داخلې سرویس په وخت کې درې ځلې د لوړو زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته د W.H.O له خوا لېږل شوی دی.
په ۱۹۶۶ عیسوي کال کې د دوه کلونو لپاره د INDIANA UNIVERSITY،MEDICAL SCHOOL INODIANA POLIS INDIANA ته تللی دی.
دوهم ځل په ۱۹۷۶ عیسوي کال کې د یو کال لپاره په قلبي برخه کي مې د FELLOW OF CARDIALOGY سند تر لاسه کړ.
په درېیم ځل مې د ECHO CARDIOGRAPHY علمي سند په لاس راوړ او د بین المللي CREDINCIAL ECHO CARDIOGRAPHY په ازموینه کې بریالی او شهادت نامه یې ترلاسه کړه.
د داخلې سرویس په دوره کې د داود خان د صدارت په و خت کې د پوهنې په لوړ مډال ونمانځل شو.
په ۱۹۷۹ عیسوي کال کې په یو بین المللي طبي کنفرانس کې چې د يوې میاشتې لپاره د چاپان په توکیو ښار کې جوړ شوی و د افغانستان د دولت له خوا معرفی شو.
د کمونیستي رژیم په وخت کې د داخلې سرویس څخه په حفظ رتبه د فزیالوژي دیپارتمنت ته د مشر تابه په حیث تبدیل شوی دی.
ډاکتر شریف الله ډیر طبي علمي آثار تالیف کړی دي.
د کمونیستي رژیم په درېیم کال په ۱۹۸۵ عیسوي کال کې پاکستان ته د خپلې کورنۍ سره مهاجر شوی او درې نیم کاله د تیکنیکل هسپتال د داخلې په سرویس کې یې د ډاکترانو ترېننګ او د ناروغانو تداوي په غاړه درلوده.
د ۱۹۸۸ کال د اګسټ په میاشت کې د خپلې کورنۍ سره امریکا ته مهاجر شو. اوس په کلیفورنیا ایالت کې ژوند لري. هر کال خپل ګران وطن افغانستان ته راځی او تر خپلې وسې پورې د وطنوالو په خدمت کې دی.


د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top