پوهاند دوکتور سيف الله هادي

محترم پوهاند دوکتور سيف الله هادي دمرحوم هدايت الله ځوياو دمرحوم حبيب الله لمسي دلغمان ولايت دګمين په کلي کي په ۱۳۴۲لمريز کال کي زيږدلي دي خپل لومړني زده کړي يي دمهترلام بابا ښار سراجة العمارت په لومړني ښونځي کي تر سره کړي دي او په ۱۳۶۰لمريز کال کي د مهترلام بابا دښار د روښان د ليسي څخه فارغ شوي دي .
په ۱۳۶۴ لمريز کال کي دننګر هار پوهنتون د طب پوهنځي شامل او ۱۳۷۶کالکیدداخلي په د يپارتمنت کي دازمويني دلاري دعلمي کدر غړي په توګه ومنل شو چي تر اوسه پوري په همدي ديپارتمنت کي داستادي مقدسه دنده پر مخ بيايي .
علمي اثار لري چي دننګر هار پوهنتون د پوهي په مجله کي طبع اونشر شوي ،په ۱۳۸۹لمريز کال کي د پوهنوالي علمي رتبي ته دلوړتيا لپاره دهضمي سيستم ناروغيو او د دپښتورګو ناروغيو تر سر ليک لاندي کتاب د طب مينه والو ته تاليف کړ چي تر اوسه پوري دهيواد په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کي تدريس کيږي .په ۱۳۹۳ لمريز کال کي دپوهاند علمي رتبي ته دلوړتيا لپاره يو علمي تحقيقي څيړنه (دشکري په مشکوکو ناروغانو کي دA1CHbارزښت) تر سرليک لاندي په دي ترتيب چي د لوږي شکري شکمنو ناروغانو کي دسيروم ګلايکيتيد هيموګلوبين اندازي له مخي دشکري ناروغي تائيد يا رديد کړي او بيا په دي دواړو ګروپونوکي دشکري ناروغي دخطري فکتورونومطالعه اومقايسه کړي) تر سره کړي چي د عالي تحصيلاتو دانسجام کميټي او وزير له خوا او دافغانستان داسلامی دولت ولس مشر داکتر محمد اشرف غنی له خوا منظور شوی .
اوس يی دتنفسی سيستم اودزړه روماتيزمل ناروغی د۱۳۹۴ کال دنوی کريکولم مطابق تا ليف کړ او همدارنګه ۱۳۹۴ کال کی دهضمی سيستم او دپښتورګو ناروغی کتاب ريوايز کړ . چی دطب مينه والو په لاس رسی کی دی .


د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top