استاد عامرخان پامير

استاد عامرخان (پامير) د خداى بښلي عليحضرت ځوی چې د ننګرهار ولايت د شينوارو د اچين ولسوالۍ دباندر د قريې پورې اړه لري، په 1366هـ لمريز کال په جلال آباد ښار کې زېږېدلی. لومړنۍ زده کړې یې د مهاجرت په دوره کې د کوزې پښتونخوا د لواړګي په سيمه کې ترسره کړي. په 2004ء کال کې د پاکستاني نصاب مېټرک امتحان د پېښور بورډ څخه ورکړ د برياليتوب وروسته يې کالج ته لار پيدا کړه. او د پېښور د قرطبه کالج څخه یې په 2006 ء کال د Fsc سند ترلاسه کړ.
په پاکستان کې د تحصيل په جريان کې په مختلفو پاکستاني مکتبونو کې د استادۍ مقدسه دنده اجرا کوله. د Fsc کولو څخه وروسته په 2006‌ء کال خپل ګران هېواد افغانستان ته راوګرځېد او د ننګرهار پوهنتون د ښوونې اوروزنې پوهنځي دکېميا او بيالوژي په څانګه کې شامل شو.
په 2010 ء کال د نوموړي پوهنځي څخه د علمي کادر امتياز سره فارغ شو. نوموړى په 2012ء کال کې په ننګرهار عالي دارالمعلمين کې د ساينس ديپارټمنټ د کادري غړي په توګه مقرر شو. په 2015 ء کال د ننګرهار عالي دارالمعلمين د ساينس څانګې آمر په حيث وټاکل شو. د دې تر څنګ په مختلفو خصوصي پوهنتونونو کې تدريسي چارې پرمخ وړي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top