پوهنوال دوکتور حيات الله

پوهنوال دوکتور حيات الله احمدزی د مرحوم حاجی سيد يوسف احمدزی زوی په ۱۳۴۴ هـ ش کال د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ د بی بی مهرو په کلی کې په يوه دينداره او علم پروره کورنۍ کې د پنج شنبي په ورځ د اسد مياشتي په لسمه نيټه دې فاني دنيا ته سترګې غړولی دي.
ابتدائې او متوسطه زده کړې د تريلي په ليسه کې او له هغې وروسته چپرهار عالي ليسه کې د يوکال زده کړو وروسته په ۱۳۵۹ هـ ش کال د وخت ناخوالو او جګړو يې کورنۍ مجبوره شوه ترڅو ګاونډې هيواد پاکستان ته هجرت وکړی ،خو کورنۍ سره يې دخپل زوی د نيمګړو زده کړو د سرته رسولو فکر وه؛نو په همدې موخه په پيښور کې د سيد جمال الدين افغان په عالي ليسه کې شامل کړ، چې بالاخره په ۱۳۶۳ هـ ش د نوموړی ليسي څخه په اعلی درجه(لومړی درجه) فارغ شو، د فراغت سره سم يې د پاکستان امريکن مرکز کې د انګريزي ژبې ۷ سمستر کورس په اعلی درجه پاي ته ورساوه، له هغې وروسته يوکال په عالمی علوم اکاډمی کې د عربی ژبې زده کړه وکړه او په ۱۳۶۷ هـ ش کال کې د کانکور آزموينې له لارې د ښو نومرو په لاسته راوړلو د اسلامي پوهنتون معالجوی طب پوهنځي ته شامل شو او په ۱۳۷۴ هـ ش کال کې د کابل طبي پوهنتون څخه په لومړی درجه فارغ او خپله ستاژ دوره يې د کابل او ننګرهار طب پوهنځيو اړونده روغتونو کې په اعلی توګه پاي ته ورسوله
د ستاژ دورې پايته رسولو سره سم د انترپلاست په روغتون کې په دنده وګمارل شو، چې هلته د درې کاله د پلاستيک جراحی په برخه کې کار وکړ.
په ۱۳۷۷ هـ ش کال کې د خارج کدر استاد په توګه د ننګرهار طب پوهنځي په داخله څانګه کې مقرر شو، په ۱۳۷۸ کال کې د کدر آزموينه کې ګډون وکړ، چې د آزموينې وروسته د طب پوهنځي د داخله څانګه کې علمی کدر د غړی په حيث په دنده پيل کړی خو په ۵/۵/۱۳۹۳ نيټه د داخلې لويه څانګه په څلورو څانګو وويشل شوه، چې اوس د اندوکراينولوژی او هيماتولوژي څانګې غړيتوب لري، چې تر اوسه د ځوان نسل د سالمی روزنې لپاره خپلي سپيڅلي هڅي ګړندې ساتلي دي.
د خپل خدمت په دوران کې په کورنيو او بهرنيو علمي کنفرانسونو او سيمينارونو ګډون سربيره د ننګرهار طب پوهنځي د سرپرست رئيس او علمی معاون په توګه دنده ترسره کړی، چې لدې سره په خواکې د تضمين کيفيت او امتحاناتو کميټو د غړيتوب څخه هم برخمن دی. د داخلي څانګې د تخصص په پروګرام کې د مشر استاد او د لومړی انکال او کانسولتانت په توګه دنده سرته رسوی .
د علمي او مسلکي تدريس او تجربو سربيره د ادارې کارونو تجربه او هم د داخلي څانګې د ناروغانو په تشخيص او درملنه کې فعاله ونډه لری.
ښاغلی پوهنوال احمدزی د ننګرهار پوهنتون خو په ځانګړی ډول د طب پوهنځي د استادانو ترمنځ د يو با استعداده، متدين او پاک نفسه استاد په حيث ځليدلې چې د ښه نوم او شهرت څخه برخمن دی.
ښاغلی پوهنوال احمدزی د خپل خدمت په دوره کې ګڼ شمير علمي او تحقيقي اثار ليکلي چې د هيواد په معتبرو مجلو (پوهي او طبې پوهي) کې چاپ شوي چې د همدې پيژند ليک سره مل دي، چې د پوهاند علمی رتبی ته د لوړتيا لپاره د وينې ناروغي (همدا اثر)ترسرليک لاندې د نوی کريکولوم مطابق کتاب تاليف کړی. دغه مولف ۲۰ علمي او تحقيقي اثارو لري.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top