په لوړو زده‌کړو وزارت کې د ډاکتر محمد یحیی وردک دفتر له ۱۳۸۹ لمریز کال راهیسې افغان پوهنتونونو ته د طبي، غیر طبي، انجنیري، کرهڼې، فارمسي، ښوونې او روزنې اقتصاد، ژورنالېزم او نورو برخو د نویو معیاري درسي کتابونو د خپرولو او وېش لړۍ پیل او تر اوسه پورې جاري ساتلې ده.

دا دی د تېرو هڅو په دوام د دې بنسټ له‌خوا د هېواد ځینو معتبرو دولتي مراجعو (کابل، ننګرهار، پکتیا، خوست، کندهار او لغمان پوهنتونونو) او نورو علمي مراجعو؛ له هغې جملې د کابل عامه کتابتون ته ګڼ شمېر نوي خپاره شوي علمي کتابونه په وړیا توګه دوی ته په واک کې ورکړي، چې موږ یې په لاندې ډول د «مشت نمونه خروار» په توګه د یو څو مواردو یادونه کوو:

 وردک پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۷ نېټه ۳۲۶ کتابونه ورکړل شوي.

 ننګرهار پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۶ نېټه ۲،۰۰۰ ټوکه نوي ورکړل شوي.

 د کابل څېړنیز مرکز (AUSK) ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۶ نېټه ۳۰۰ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

 پکتیا پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۶ نېټه ۵۸۳ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

 د کابل ښوونې او رزونې پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۱ نېټه د اقلیم پوهنې، تحلیلي هندسې، د طبیعي علومو انګلیسي – پښتو قاموس، د حجرې بیولوژي، نړیوالې ټولنې، پیداګوژي، ګروه‌های اجتماعي بسته، معاصر الجبر، عمومي ارواپوهنې، د کتاب خپرولو لارښود او د افغانستان د پوهنتونونو د درسي کتابونو د چاپولو اړوند ۱۹۶ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

 د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۲ نېټه لوګر پوهنتون ته ۳۹۵ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

کابل پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د اپرېل د میاشتې په ۱۸ نېټه ۱،۱۳۳ کتابونه ورکړل شوي.

ننګرهار پوهنتون ته د ۲۰۲۱ ز کال د نومبر د میاشتې په ۲۸ نېټه ۶،۷۳۶ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

پکتیا پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۹ نېټه ۱،۴۶۴ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

خوست پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۷ نېټه ۲،۲۱۱ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

کندهار پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د فبروري د میاشتې په ۲ نېټه ۱،۹۰۰ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

لغمان پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د اپرېل د میاشتې په ۱۶ نېټه ۳۱۵ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

عامه کتابتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ د میاشتې په ۲۴ نېټه ۲،۲۰۰ ټوکه کتابونه ورکړل شوي.

د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي ته د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ د میاشتې په ۱۵ نېټه ۳۴۲ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ټولنیزو علومو پوهنځي ته د ۲۰۲۲ ز کال د مئ د میاشتې په ۳۰ نېټه ۲۴۱ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

په کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو منبع مرکز (ACKU) ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۶ نېټه ۴۴۸ ټوکه مختلف کتابونه ورکړي شوي دي.

پکتیا پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۹ نېټه ۱۶۵۸ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون د کتابتون او معلوماتي ټکنالوژي آمری ته د ۲۰۲۱ ز کال د سپتمبر د میاشتې په ۱ نېټه ۲۰ ټوکه کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون انجنیري پوهنځي ته د ۲۰۲۱ ز کال د دسمبر د میاشتې په ۸ نېټه ۲۴۷۵ ټوکه کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته د ۲۰۲۱ ز کال د سپتمبر د میاشتې په ۱۳ نېټه ۲۱۵۵ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته په ۲۰۲۱ ز کال ۱۰۰۰ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته د 2022 ز کال د جنوري د میاشتې په ۲ نېټه ۱۲۹۹ ټوکه کتابونه ورکړل شوي دي.

د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون آمریت ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۹ نېټه ۱۲۷۲ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د عامه کتابتونو ریاست ته د ۲۰۱۹ ز کال د دسمبر د میاشتې په ۳ نېټه ۵۵۸ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د علومو اکاډمي ته د ۲۰۲۱ ز کال د جنوري د میاشتې په ۱۰ نېټه ۴۰ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د عامه کتابونو ریاست ته د ۱۳۹۹ لمریز کال د قوس د میاشتې په ۱۰ نېټه ۲۴۸ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د هستوي انرژي ادارې ته د ۲۰۲۲ ز کال د جنوري د میاشتې په ۲۴ نېټه ۷۲ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۲۱ نېټه ۳۱۵ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون د کرهنې پوهنځي کتابتون ته په ۲۰۲۱ ز کال ۳۰ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

 د ننګرهار پوهنتون ساینس پوهنځي ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۸ نېټه ۱۹۰ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۲۴ نېټه ۹۱۰ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي ته د ۲۰۲۲ ز کال د مې د میاشتې په ۱۹ نېټه ۳۰ ټوکه کتابونه ورکړل شوي دي.

د کندهار پوهنتون علامه حبیبي کتابتون ته د ۲۰۲۲ ز کال د مارچ د میاشتې په ۵ نېټه ۳۰۴۱ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي. 

د میرویس خان نیکه زابل د لوړو زده‌کړو موسسې ته د ۲۰۲۲ ز کال د جون د میاشتې په ۷ نېټه ۴۴۹ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د لوګر د لوړو د زده‌کړو موسسې ته د ۲۰۲۲ ز کال د جون د میاشتې په ۱۶ نېټه ۳۹۵ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

د لغمان پوهنتون ته د ۲۰۲۲ ز کال  د اپرېل د میاشتې په ۲۷ نېټه ۳۲۰ ټوکه مختلف کتابونه ورکړل شوي دي.

یادونه: د کتاب مینه‌وال زموږ ټول خپاره شوي درسي کتابونه په پې دي اېف  بڼه له دغه ویب‌پاڼې نه په وړیا توګه ډانلوډولی شي.

Scroll to Top