د دې لپاره چې ستاسو موافقه تر لاسه کړو، د کتاب چاپولو د غوښتنې فورمه ډکه (خانه پُري) کړئ. په یاد فورم کې ستاسې د کتاب نوم په پښتو/دري او انګلیسي ژبو ذکر کېږي. همدارنګه د اړیکې شمېره او ایمېل آدرس مو هم باید ذکر شي. د لیکوال لاسلیک، د اړوند ډیپارټمنټ لاسلیک او مُهر، د پوهنځي او د پوهنتون د ریاست لاسلیک او مُهر باید هر یو طی مراحل او تایید شي.

که چېرې تاسې د پوهنتون استاد یاست یا په بهر کې ژوند کوئ، نو هغه ټکي چې ستاسې اړوند دي، خانه پري کړئ او پاتې نور یې موږ خانه پُري او طی مراحل کوو.

په پای کې باید وویل شي، چې زموږ لخوا چاپ شوي کتابونه ټول په وړیا توګه د هېواد ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته وېشل کېږي.

Scroll to Top