د لوړو زده کړو په وزارت کې موږ، د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د جنوري له میاشتې څخه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د ډېسمبر تر میاشتې پورې ټولټال ۱۴۶۷۴ ټوکه درسي کتابونه د افغانستان یو شمېر پوهنتونونو، کتابتونونو او علمي مرکزونو ته په وړیا توګه وېشلي دي.

دغه کتابونه چې په طب، انجنیري، اقتصاد، عامې ادارې، کرنې، ادبیاتو او داسې نورو څانګو پورې اړه لري،  د درسي کتابونو د چمتو کولو او چاپ د هغې لړۍ یوه برخه ده، چې په افغانستان کې یې د ډاکتر یحیی وردګ دفتر د هېواد د پوهنتونونو د استادانو په مرسته تهیه، چاپ او په وړیا توګه توزېع کوي. دغه کتابونه لاندې علمي بنسټونو ته ورکړل شوي دي:

عامه کتابتون ته د کتابونو د توزیع عکس

۱.کابل عامه کتابتون ته

د کابل عامه کتابتون ته ۲۲۰۰ ټوکه درسي او ادبي کتابونه د همدې کتابتون آمر ښاغلي شفیع الله مشفق ته د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د نومبر د میاشتې په ۱۳مه نېټه  په دې کتابتون کې د لوستونکو د استفادې او د ولایتونو او ولسوالیو عامه کتابتونونو ته د توزېع په موخه و سپارل شول.

۲.خوست شیخ زاید پوهنتون ته

د خوست شیخ زاید پوهنتون ته ۱۴۹۶ ټوکه درسي او ادبي کتابونه د همدې پوهنتون د کتابتون آمر ښاغلي حمدالله وصال ته د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د نومبر د میاشتې ۲۰مه نېټه  د یاد پوهنتون د استادانو، محصلینو او لوستونکو د مطالعې او په تدریسي چارو کې د استفادې په موخه و سپارل شول.

۳.پکتیا پوهنتون ته

پکتیا پوهنتون ته ۱۰۲۴ ټوکه درسي کتابونه ډالۍ او د همدې پوهنتون د کتابتون عمومي مدېر ښاغلي فولاد منلي ته د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د لړم د میاشتې۲۷ مه نېټه و سپارل شول.

۴.ننګرهار پوهنتون ته

ننګرهار پوهنتون ته په ۲۱ عنوانونو کې ۹۲۶۴ ټوک درسي کتابونه د همدې پوهنتون د ۸ پوهنځیو لپاره په وړتیا توګه ډالۍ او د همدې پوهنتون استازي ته د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د نومبر د میاشتې په ۲۸مه نېټه و سپارل شول.

۵.کندز پوهنتون ته

کندز پوهنتون ته په ۳۳ عنوانونو کې ۵۲۰ ټوکه درسي کتابونه په وړتیا توګه ډالۍ او د همدې پوهنتون استازي ته د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د نومبر د میاشتې په ۵مه نېټه و سپارل شول.

خوست پوهنتون ته د کتابونو د توزیع عکس

۶.زابل پوهنتون ته

زابل پوهنتون ته په ۱۷عنوانونو کې ۱۷۰ ټوکه درسي کتابونه د همدې ولایت د میرویس نیکه د لوړو زده کړو موسسې ته په وړتیا توګه ډالۍ او د همدې پوهنتون استازي حکمت الله ته د  ۲۰۲۲ زیږدیز کال د اکتوبر د میاشتې په ۹مه نېټه و سپارل شول.

د دې کتابونو د چاپ او توزېع سلسله د ډاکتر یحیی وردګ د دفتر له لوري په۲۰۱۰ زیږدیز کال کې پیل شوې، د ۲۰۲۲ زیږدیز کال د ډېسمبر تر میاشتې پورې یې ټولټال ۳۶۶ عنوان درسي کتابونه له هر کتاب څخه ۱۰۰۰ ټوکه چاپ او توزېع کړي، چې ټولټال ۳۶۶۰۰۰ ټوکو ته رسېږي. دغه کتابونه له چاپ څخه وروسته د افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو، علمي بنسټونو، مولفینو، اکادمیکو او څېړنیزو مرکزونو، عامه کتابتونونو او حتی ځینو علمي کادرونو ته وېشل شوي دي. له نېکه مرغه په دې لړۍ کې له پيل څخه تر دې مهاله هېڅ راز وقفه نه ده راغلې، اوس هم جریان لري او د راتلونکي لپاره به دوام مومي.

Scroll to Top