۸ مارچ ۲۰۲۳

د ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د کب د میاشتې په ۱۷مه نېټه د لوړو زده کړو په وزارت کې د یحیی وردک دفتر د وردګو د چک ولسوالي د غازي ګل احمد خان عالي لیسې ته د همدې لېسې د ۱۹۰مې ګڼې وړاندیز په اساس ۱۵۸ ټوکه بېلابېل کتابونه ورکړل. دا کتابونه د یحیی وردګ د دفتر د کتابونو د توزېع د مسئول فهیم حبیبي له خوا د یادې لېسې اداري مسئول انجنیر محمد ظاهر ته و سپارل شول.

دغه کتابونه د طب، انجنیري، اقتصاد، عامې ادارې، کرنې، ادبیاتو او داسې نورو پوهنځیو پورې اړه لري او د درسي کتابونو د تهیه کولو، چاپ او توزېع د هغې لړۍ یوه برخه ده چې په افغانستان کې یې د ډاکتر یحیی وردک دفتر د هېواد د پوهنتونونو د استادانو په مرسته تهیه، چاپ او په وړیا توګه توزېع کوي.

علمي نهادونو ته د کتابونو د توزېع اساسي موخه په سیمه کې د مطالعې د کلتور دود کول، د سیمې د خلکو د پوهې د سطحې لوړول، په علمي توکو د کتابتونونو سمبال کول او له علمي او تعلیمي بنسټونو سره مرسته ده.

 د غازي ګل احمد خان د عالي لېسې د ادارې د وړاندیز متن په دې ډول وو:

«د ډاکتر یحیی وردګ محترم دفتر ته! د غازي ګل احمد خان د عالي لېسې کتابتون چې په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال کې تاسیس شوی او تر اوسه ۸۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، چې زرګونه چک مېشته شایقینو ورڅخه استفاده کړې ده، د لا ښه غني کېدو په خاطر ستاسو له درانه حضور څخه هیله کېږي چې د یاد کتابتون سره د کتابونو مرسته وکړی، مهرباني به مو وي. الحاج محمد صبور احمدي د لېسې آمر.»

باید وویل شي چې د کتابونو د چاپ او توزېع سلسله په لوړو زده کړو وزارت کې  د یحیی وردګ د دفتر له لوري په ۲۰۰۹زیږدیز کال کې پیل شوې او تر ۲۰۲۲ زیږدیز کال پورې یې ټولټال ۳۶۹ عنوان درسي کتابونه د ۴۰۰۰۰۰ څخه زیات ټوکو په تیراژ کې چاپ او توزېع کړي دي. دغه کتابونه له چاپ څخه وروسته د افغانستان دولتي او خصوصي پوهنتونونو، روغتونونو، علمي بنسټونو، اکادمیکو مرکزونو، عامه کتابتونونو او حتی ځینو علمي کادرونو ته هم وېشل کېږي او دغه سلسله اوس هم سره روانه ده.

په دې هکله د غازي ګل احمدخان د لېسې اداري مسئول انجنیر محمد ظاهر د مننې تر څنګ وویل: «زموږ د لېسې د عامه کتابتون موخه په سیمه کې د مطالعې ترویج، د مطالعې د فرهنګ دود کول او د چک د سیمې اوسېدونکو ته د لیکوالانو، استادانو، پوهانو او ادیبانو لیکنې او علمي آثارو په واک کې ورکول دي. همدارنګه د غازي ګل احمد خان د لېسې د کتابتون بله موخه د مطالعه کوونکو لپاره مناسب چاپېریال رامنځه کول او په ټولنه کې د علمي پانګې پياوړتیا ده.»

د دې خبرې یادونه ضروري ده چې د غازي ګل احمدخان عالیي لېسه د وردګو د چک ولسوالۍ د سیاب په منطقه کې موقعیت لري. دغه لېسه ټولټال ۱۲۰۰ تنه زده کوونکي لري چې د ۵۱ تنو ښوونکو له خوا په زده کړه بوخت دي. د دې لېسې کتابتون ودانۍ لري او په هغه کې ۸۰۰۰ کتابونه د یادې لېسې د ښوونکو، زده کوونکو او د سیمې د عامو وګړو د استفادې لپاره اېښودل شوي دي چې په اوسط ډول د ورځې ۱۵۰ تنه استفاده ترې کوي. باید وویل شي چې دغه معلومات د همدې لېسې اداري مدېر ښاغلي انجنیر محمد ظاهر زموږ په واک کې راکړ.

Scroll to Top