پوهنيار محمد عرفان قریشي

پوهنيار محمد عرفان قریشي د محمد اکبر زوی او په اصل کې د ننګرهار ولايت د سرخرود ولسوالي پورې تعلق لري. په (۱۳۶۷)لمریز کال د هجرت پرمهال په پېښور کې زیږیدلی دی. همدارنګه په (۱۳۸۵) لمريز کال کې له شهيد محمد عارف عالي ليسې څخه فارغ او د کانکور له لارې حقووق او سياسي علومو پوهنځې ته يې لاره ومنده، په (۱۳۹۰) لمريز کال کې د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځې څخه د کدر په درجه فارغ شو، په (۱۳۹۲) لمريزکال کې د امتحان له لارې د ننګرهار پوهنتون عامه ادارې او پاليسي پوهنځې کې د کدر غړی شو او همدارنګې په (۱۳۹۷) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځې ماسترۍ برنامې کې ماستري پيل او په(۱۳۹۸) لمريز کال کې د کدر په نمرو سره فارغ شو. د انګلیسي ژبې له ځينو پرواګرامونو څخه هم فارغ شوي چې په نوموړي پروګرامونه په لاندې ډول دي:
(۲۰۰۶) زيږديز کې د اډوانس ټو څخه د کابل سنټر له کورس څخه.
په (۲۰۱۱) زیږديز کال کې د اذرخش له مياشتنې پروګرام څخه.
په (۲۰۱۳) زيږديز کال کې د التقوي خصوصي موسسې د ډې اې ايل(DEL) له پروګرام څخه .
او همدارنګه د کمپيوټر په برخه کې د مخابراتو د رياست کمپيوټرې پروګرام کې د افس پروګرام لوستی دی، د دې څخه علاوه په لاندې لنډ مهاله سمینارونو کې يې هم ګډون کړی دی:
د ILF-Aیعنې مدافع وکالت او په عدلي د مدني او جزایې دعوو د سمون درې مياشتنی فيلوشپ يې د محصلي څلورم صنف په جريان کې ترسره کړي ده.
په(Summer Accadmy)کې ګډون په (۲۰۱۳) زيږديز کال کې په کابل کې د ميتودولوژي او سياستپوهنې اړونده موضوعاتو کې ګډون.
په (Summer Acaddmy) کې ګډون (۲۰۱۴) زيږدېز کال کې د ترکيې په هيواد کې د رهبرۍ او میتودولوژي او ځينو نورو موضوعاتو په برخه کې ګډون.
د درې کتابونو لیکوال دی، چې عبارت دي له: د رهبرۍ اصول، د سیاستپوهنې بنسټونه او رهبري له تيورۍ تر عمله.
دم ګړی د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځې څخه علاوه د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو او د التقوی خصوصي موسسې د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځيو سره هم همکاري کوي او همدارنګه په عامه اداره کې د هندوستان هېواد په چندیګړ پوهنتون کې په دوکتورا هم مصروف دی، همدارنګې د رهبرۍ اصولو، د مديريت بنسټونه، د سياستپوهنې بنسټونه او ځېنې نورو مضامينو تدريس پر غاړه لري.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top