پوهنمل محمدطاهر میاخیل

د کتاب ژباړونکی پوهنمل محمدطاهر میاخیل د محمدعمر زوی د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د شمسه پور په کلي کې زیږدلی دی.
ابتدایه او متوسطه یې د مهاجرت په سختو شرایطو کې د بوشهره په کمپ کې چې په کرم ایجنسی کې موقعیت لري ترسره کړیده. همدارنګه ثانوي دوره یې د کرم ایجنسي علي زایي هایرسیکنډري سکول کې په ۱۹۹۱م کال کې بشپړه کړه. د مجاهدینو د اسلامي حکومت د رامنځته کیدو په پایله کې په ۱۳۸۴هـ ش کال کې د دوهمي دوري په کانکور کې شامل او د ننګرهار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا بیولوژي څانګې ته بریالی او د یادې څانګې څخه د عمومي اول نمره په درجه فارغ شو.
په ۱۹۹۹م کال کې د صدیق اکبر رض عالي لیسي د مدیر په صفت مقرر شو. اود یادې لیسي مؤسس هم ؤ.
د اسلامي جمهوري دولت د جمهور ریس حامد کرزی د فرمان له مخې افغان پوهنتون په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې د پیښور څخه خوست ولایت ته را انتقال او نوموړي پوهنتون د شیخ پوهنتون په نوم ونومول شو. پوهنمل محمدطاهر میاخیل هم په ۱۳۸۲هـش کال کې د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا او بیولوژي په څانګه کې د کادري استاد په صفت مقرر شو.
په ۱۳۹۰هـ ش کال کې د ماسټري دیپلوم لپاره د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون ته ولیږل شو او ۱۳۹۲هـ ش کال کې د ماسټري درجه ترلاسه کړه. په ۱۳۹۶هـ ش کال کې د شیخ زاید پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژي څانګې د آمر په توګه وګمارل شو.
پوهنمل محمدطاهر میاخیل د بنګله دیش هیواد څخه د رهبریت (لیډرشیپ ) په برخه کې د برک په پوهنتون کې زده کړې ترسره کړي دي. پوهنمل محمدطاهر میاخیل په پښتو، دري، اردو او اینګلیسي ژبو روانې خبرې کوي او اته ماشومان لري.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top