پوهاند محمد اسحق رازقي

نوم مې محمداسحق، کورني نوم مې رازقي اوتخلص مې سوله دوست دی ، دمرحوم ملک عبدالرازق خان ځوي يم .دکونړونوولايت دنرنګ ولسوالې دبر نرنګ په کلې کې، په ۱۳۳۱ لمريز کال کې زېږېدلی يم.
اصلی ټاټوبی مې د کونړنوولايت دی اواوس دننګرهارولايت دننګرهارپوهنتون داستاذانود مېنې اوسيدونکی يم.
لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې مې دنرنګ په لومړني اوبياپه همدې منځني ښوونځي کې اوليسه مې دکابل په رحمان بابا کې په ۱۳۴۹ لمريزکال کې بشپړه کړې ده.
په ۱۳۵۰ لمريزکال کې مې دکابل پوهنتون انجينري پوهنځي دفري انجينري درې مياشتنی کورس په برياليتوب سره ولوست، بيا د کورنيو ستونزوله امله مې و نشو کړای ، چې خپل تحصيلاتو ته ادامه ورکړم. دمجبورۍ نه په ۱۳۵۰لمريزکال کې دکانونواوصنايعووزارت دشبرغان دنفت او غاز د استخراج په رياست کې دکيمادلابراتوردامرپه توګه مقرر شوم. په کال۱۳۵۱کې په بېلابېلوازموينوکې دبريايتوب په پايله کې پخواني شوروي اتحاد ته د لوړو زده کړوپه موخه واستول شوم، داماده ګۍ فاکولته اودليسانس دوره مې د پخواني شوروي اتحاددازربايجان سوسيالستي جمهوريت دباکودنفت اوکيما په انستيتوت اوماستري مې دازبکستان دسوسيالستي جمهوريت دتاشکند په پولي تخنيک انستيتوت کې ترلاسه کړې ده.
په کال ۱۳۵۹ ګې کې هيوادته دراستنېدوسره سم دکانونواوصنايعوپه وزارت کې مقرراودعسکرۍ مقدسې دندې دسرته رسولونه وروسته بيا په همدې وزارت کې دشبرغان په هماغه پخواني رياست کې مقرراوخدمتي په کابل کې پاتې شوم. دهغې علاقې له مخې چې مې داستاذۍ دمقدسې دندې سره لرله، په ۱۳۶۰لمريزکال کې دننګرهارپوهنتون دانجينري پوهنځي په علمي کادرکې دپوهنياردنامزدپه توګه مقرراودعمومي تخنيکي مضامينودڅانګې دامرپه توګه مې دنده ترسره کړه، بياپه کال ۱۳۶۷ کې دپوهننځي مرستيال اوپه کال ۱۳۶۸ کې دانتخاباتوله لارې دپوهنځي لومړنی انتخابی ريئس وټاکل شوم. بياپاکستان ته مهاجرشوم اوهلته مې لومړی دهستم خان په ېوه پاکستاني کمپنۍ کې، بيا دافغان سيدجمال الدين افغان پوهنتون دانجينري پوهنځي دريئس په توګه بيا داتحاد په نوم په ېوه بله پاکستاني کمپنۍکې دانجينرپه توګه اوپه پای کې دافغان پوهنتون دانجينري پوهنځي کې داستاذۍ دندې ترسره کړي دي.
کله چې په کال ۱۳۸۱کې دمهاجرت نه بېرته ګران هيوادته راستون شوم، بيا د ننګرهار پوهنتون دانجينري پوهنځي په علمي کادرکې بېرته مقررشوم، په کال ۱۳۸۵ کې دپوهنتون داداري مرستيال په توګه مقررشوم، دپنځه کالنواداري دندې نه وروسته اواوس دانجينري پوهنځي دعلمي کادرغړی يم.
په دې پوهنځي کې دستاتيک، ډيناميک ،دموادومقاومت ، دبهداشتي تجهيزاتو، اوبه رسونه اوکاناليزيشن ،تخنيکي ترموديناميک مضامين تدريس کړي اوتدريس کوم . شپږ چاپ شوي اثاراوډېرې علمي مقالې لرم ، چې چاپ شوي دي .
داچې زه هم شاعراوهم ليکوال يم، نوځکه مې ځينې علمي ټولنېز اثارچې دپوهاندعلمي رتبې په وياړمې طبیعی علوم او ننی ژوند د قران په رڼا کې په ۱۳۹۴ کې له چاپه راوتلی دی. په ۱۳۹۳ لمريزکال کې دانجينري پوهنځي دعمومي تخنيکي مضامينود ۱۲/۱۱/۱۳۹۳ کال دغونډې دپرېکړې اودافغانستان دجمهوري رياست د محترم ريئس ډاکترمحمداشرف غني دمنظورۍ نه وروسته مې دپوهاندعلمي رتبه هم ترلاسه کړه. دپخواني شوروي اتحاددپنځلس جمهوريتونونه برسيره دايران، پاکستان ، هندوستان اودامرېکې متحده ايالتونوڅلورو جمهوريتونو: ويرژينا، جورجيا، ارېزونا،الباني ته مې رسمې اوغيررسمي مسافرتو نه کړي دي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top