د دې کتاب نوم (مالیکولوي ایمیونولوژي) دی، چې پوهاند ډاکتر خلیل احمد بهسودوال لیکلی. دا کتاب د افغانستان په پوهنتونونو کې د محصلینو د تدریس، استادانو او پوهانو د ګټې اخېستنې لپاره دی. همدارنګه دا کتاب علمي، څېړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو ته هم وېشل کېږي.

د کتاب د منځپانګې موضوع مالیکولوژي امیونولوژي، په معافیتي غبرګون کې د هستوکامپټبلیټي عمده مطابقت رول، فرط حساسیت، اتو امیوتمیتي او داسې نور دي.

دا کتاب چې پي ډي اېف متن یې په مله سي ډي کې هم شته، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي له خوا خپور شوی او د ۱۰۰۰ ټوکه په شمېر کې افغانیک په کابل کې چاپ کړی او د افغانستان دولتي او شخصي پوهنتونونو او علمي مرکزونو ته یې وېشلی دی.

 د دې کتاب د چاپ د تمویل چارې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټې او په جرمني کې ایروس کورنۍ په غاړه اخیستې، اداري، تخنیکي او د چاپ چارې یې د افغانیک له خوا ترسره شوې دي. دغه کتاب ټولټال ۱۳۵ مخونه او یو شمېر ضمیمې لري.

د دې کتاب په منځپانګه کې معلوماتي جدولونه، انځورونه، د منځپانګې د اړینو کلمو انګلیسي او لاتین نومونه، د همدې نومونو اختصارات، انګلیسي لنډیز، د افغانیک له خوا د غیر طبي چاپ شوو کتابونو لېست او ماخدونه هم راغلي دي.

دا کتاب له لاندې وېب سایټ څخه ډاونلوډ کېږي:

Scroll to Top