د دې کتاب نوم (وترنري داخله) دی، چې پوهنوال پیرمحمد ستانکزي لیکلی دی. دا کتاب د افغانستان په پوهنتونونو کې د محصلینو د تدریس، استادانو او پوهانو د استفادې لپاره دی. همدارنګه دا کتاب پوهنیزو، څېړنیزو او اکاډمیکو مرکزونو، مؤلفینو او علمي کادرونو ته هم توزېع کېږي.

د کتاب د منځپانګې موضوع د وترنرۍ عمومیات، د حیوان عمومي معاینات، د پوستکي معاینات، د تنفسي سیستم ناروغۍ، د زړه او رګونو ناروغۍ، د وینه جوړونکو اعضاوو ناروغۍ او داسې نور دي.

دا کتاب چې پي ډي اېف متن یې په مله سي ډي کې هم ځای پر ځای شوی، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي له خوا خپور شوی دی. د ۱۰۰۰ ټوکه په شمېر کې افغانیک په کابل کې چاپ کړی او د افغانستان دولتي او شخصي پوهنتونونو او علمي مرکزونو ته په وړیا ډول وېشل کېږي.

 د دې کتاب د دویم چاپ د تمویل چارې د افغان ماشومانو لپاره د جرمني کمېټې او په جرمني کې اېروس کورنۍ په غاړه اخیستې، اداري، تخنیکي او د چاپ چارې یې د افغانیک له خوا تر سره شوې دي. دغه کتاب ټولټال ۲۲۴ مخونه او یو شمېر ضمیمې لري.

د دې کتاب په منځپانګه کې معلوماتي جدولونه، انځورونه، د منځپانګې د مهمو کلمو انګلیسي او لاتین نومونه، د همدې نومونو اختصارات، انګلیسي لنډیز، د افغانیک له خوا د غیر طبي چاپ شوو کتابونو لېست او اخځلیکونه هم راغلي دي.

دا کتاب له لاندې وېب سایټ څخه ډاونلوډ کېږي:

Scroll to Top