دا کتاب په روغتیايي برخه کې د لوړو زده کړو د زده کړ یالانو له پاره په اړونده برخه کې د زیاتې او مخ په زیاتېدونکې اړتیا له مخې چمتو شوی. دا کتاب په انځوریز او تشریحی ډول په ساده پښتو ژبه لیکل شوی او بهرني اصطلاحات او لغاتونه چې لومړی ځل را مخته کېږي په ساده علمي ژبه بیان شوي.

کتاب دوه مهمې موضوع ګانې تشریح کوي: د انسان اناتومي او فزیولوژي. دغه دوه برخې سره تړلی او اړین دي او د طبیعي علومو او پوهنې پېچلې برخه جوړوي. اناتومي موږ ته د بدن د مختلفو برخو د جوړښت او له یو بل سره د هغوی د اړیکو  په اړوند مالومات را کوي. د اناتومي په برخه کې پوهنه ډېره ځانګړې ده، زموږ بدن  لیدل کېدی ، لمس کېدی او څيړل کېدی شي نو ځکه موږ دې ته اړتیا نه لرو څو په دې اړوند تصور وکړو چې دا څرنګه ښکاري.  اناټومي د انسان د بدن د جوړښت او سازمان په اړوند پوهنه ده. یانې اناتومي د بدن د هډوکو، بندونو، عضلاتو او د خوځښت د ډولونو، دا چې حجرې څنګه جوړې شوي او څرنګه له حجرو څخه د بدن انساج ، غړي یا ارګانونه او سیستمونه مینځ ته راځي، څخه بحث کوي.

که تاسې تمرین یا سپورت کوئ باید د اناتومي اړوند لږ تر لږه لاندې پوهه ولرئ:

  1. په خوځښت یا حرکت کې ښکیل عضلات او بندونه وپېژنئ.
  2. د یو ټاکلي تمرین یا سپورت هدف تشریح کړی شئ.
  3. یو تمرین یا سپورت وګورئ او شننه او تحلیل يې وکړی شئ.

اناتومي یوه پراخه پوهنه ده چې زیاتې څانګې لري. مکروسکوپي اناتومي د بدن د لویو ارګانونو په اړوند پوهنه ده چې په سترګو لیدل کېدی شي لکه زړه، سږي، ځیګر، پښتورګي او داسې نور. اناتومي یوناني کلمه ده او له یو بل څخه د پرې کولو او جلا کولو مانا لري. اناتومي زیاتې څانګې لري. سیمه ییزه اناتومي د بدن په یوه ټاکلې برخه کې ، ټول جوړښتونه ( عضلات، هډوکي، وینه، د وینو رګونه، عصب او نور ) په پام کې نیسي لکه پښې او ټټر یا د سینې قفس چې په یو وخت کې معاینه کېږي.

په سیستم اناتومي کې د بدن جوړښت مطالعه کېږي د بېلګې په توګه د زړه د رګونو سیسټم ، کله چې په ټول بدن کې د زړه او وینې رګونه معاینه کیږي.

بله فرعي ډله سطحې اناتومي ده، چې دننني جوړښتونه مطالعه کوي ځکه چې دوی د پوسټکي له سطحې سره تړاو لري. د بېلګې په ډول. دا هغه وخت کارول کیږي کله چې سړی غواړي  د پوسټکي لاندې عضلات وپیژني یا کله چې ډاکټر د نبض موندلو دپاره د وینې رګ موندلو ته اړتیا پیداکوي یا غواړي د وینې بېلګې واخلي.

فزیولوژي تشریح کوي څرنګه یو ټاکلی نسج  په عملي  ډول فعالیت کوي.

موږ خپل لاس خوځوو دا ځکه ممکن دی چې موږ  داسې هډوکي لرو چې څنګل کې سره یوځای کېږي او دلته یوه عضله شتون لري چې د څنګل څخه تېرېږي. په عین وخت کې دا جوړښت د بند د مزي په وسیله تړل کېږي. خوځښت ځکه مینځ ته راځي چې عضلات د عصبي سیستم څخه پیغام تر لاسه کوي. فزیولوژي دا ټول بیانوي.

د عضلاتو سپڼسي یا فایبرونه څرنګه کشېږي، په حجرو او د وینې په کانالونو کې څه پېښېږي، د عضلاتو سپڼسي د راټولېدو او خپرېدو انرژي څرنګه لاس ته راوړي او پیغامونه څرنګه په عصبي سیستم کې وړل کېږي دا ټول د فزیولوژي له لوري بیانیږي.

لنډه دا چې اناتومي غیر فعاله بدن مطالعه کوي په داسې حال کې چې  فزیولوې فعاله او ژوندی بدن یا انسان څېړي او مطالعه کوي.

که بدن د ماشین په توګه په پام کې ونیسو نو اناتومي د ماشین جوړښت او فزیولوژي د ماشین د کار کولو یا چلېدلو بڼه ده.

دا کتاب ۱۲ څپرکي لري چې لوی عنوانونه يې عبارت دي له: ۱. حجره ، انساج ، غړي ( اورګان )،  دغړو یا اورګانونو سیستم. ۲. زړه او د وینو د دوران سیستم. ۳. د بدن  د ساتنې یا دفاعي سیستم. ۴. د ساه اخیستنې لارې او ساه اخیستنه. ۵. د هاضمې سیستم. ۶. پښتورګي او د ادرار لاره. ۷. عصبي سیستم. ۸. هارمونونه. ۹. حسونه. ۱۰. پوستکی او مخاطي غشاء. ۱۱. هډوکي، بندونونه او عضلات. ۱۲. جنسي غړي.

د هر لوی عنوان لاندې نور زیات کوچني عنوان شته چې په کتاب کې به ورسره اشنا شئ.

په هر څپرکي کې د یو ارګان هدف، جوړښت، دندې او د فعالیت ډولونه، نیمګړتیاوې، ناروغۍ، د ناروغیو مخنیوي، درملنه ، د غړیو د فعالیتونو له ګډوډۍ څخه د مخنیوي لارې چارې، هغه عوامل او توکي چې د بدن فعالیتونه ګډوډوي، د بدن وقایه او د ناروغیو تر وړاندې د بدن د وړتیا لوړول، بدن ته ګټور او زیان رسوونکي توکي او داسې نور موضوعات څېړل شوي دي. دغه مالومات هر چا ته دا پوهه ورکوي څو سالم او روغتیایي چاپیریال د ځان لپاره رامنځ ته کړي او د ژوند له ښکلاو ګټه واخلي او له نورو سره هم مرسته وکړی. همدارنګه دا کتاب د روغتیايي برخې موظفینو ته د درملنې او له ناروغانو سره د مرستې په برخه کې اړین مالومات ورکوي. دا کتاب په تیره بیا د روغتیايي برخې د محصلانو لپاره ګټور او اړین مالومات لري چې زده کړه او تدریس به يې ددې برخې د زده کوونکو د پوهې  سطحه پورته بوځي.

دا کتاب  په کابل کې د محترم داکتر صاحب یحیی وردک د دفتر له لوري او د ننګرهار پوهنتون  د پیداګوژۍ د پوهنتون په غوښتنه د ۲۰۲۲ کال په لومړۍ نیمايي کې خپور شوی.

په دې ځای کې پر ځای بولم څو د محترم داکتر یحیی وردک،  محترم حکمت الله  عزیز چې د کتاب عملي چارې يې بشپړې کړي د ننګرهار د پوهنتون له درنو استادانو او نورو  ټولو درنو همکارانو له هڅو او زیار څخه چې د وطن د ځوان نسل د علمې روزنې او د دوی د پوهې د کچې د لوړولو دپاره يې کوي د زړه کومې مننه وکړم او ټولو ته پر دغه سېڅلې دنده کې د زیاتو بریو هيله کوم.

په درنښت

عبدالملک پرهيز

Scroll to Top