پوهنوال نظر محمد سلطانزی ځدراڼ

پوهنوال ډاکترنظرمحمد سلطانزی ځدراڼ  د خدای بښلي الحاج ډګروال الله دادخان سلطانزی ځدراڼ زوی په هډ پښتون افغان په ١٠ /١/١٩٤٤ ز کال د پکتیا ولایت د ځدراڼو مېزای ټـبر په يوه دينداره اوروڼ انده کورنۍ کې زېږيدلی دی.
ده په ١٩٥٠ ز کال کې خپلې لومړنۍ زده کړې د رحمان بابا په ليسه کې پيل او په ١٩٦١ ز کال کې په اعلې درجه سرته رسولې دي.
هغه په ١٩٦٢ ز کال کې دلوړو زده کړو په موخه  ددولت له خوالواجرمني ته واستول شو .پر ١٩٦٥ز کال کې يې د فرانکفورت په پوهنتون کې دعمومي فیزيک په زده کړه پيل وکړاود ١٩٦٦ ز کال وروسته يې دبرلين په ازاد پوهنتون کې (Free University of Berlin) خپلې زده کړې ته دوام ورکړ. سلطانزی ځدراڼ، په ١٩٧٠ز کال کې دتجربوي فزيک په څانګه کې د ديپلوم په اخيستلوبريالی شو.
هغه د١٩٧١ زکال څخه تر ١٩٧٦ ز کال پورې دجرمني بوخوم پوهنتون ،د فزيک په ديپا رتمنت کې د يوه علمي غړي په صفت په څيړنوبوخت وو او په نوموړې موده کې دهستوي فزيک په څانګه کې د ډاکتری په اخيستلو بريالی شو.
دندې :
سلطانزی ځدراڼ  پر ١٩٧٧ ز کال کې د طب په څانګه کې په لوړوزده کړو پيل وکړاو په څنګ کې يې دعلمي غړي اوښوونکي په توګه د بوخوم پوهنتون د طب پوهنځۍ فيزيولوژي په ديپارمنت کې رسمي دنده تر سره کوله. سلطانزی ځدراڼ د١٩٨٠ ز کال څخه تر ١٩٨٦ م کال پورې دکابل پوهنتون د طبيعي علوموپوهنځی دفزيک په ديپارتمنت کې داستاد په توګه کارکاوه او وروسته دافغانستان داټوم انرژۍ څانګې مسئول مشر وټاکل شو.
کله چې په ۱۹۸۶ز کال کې دچرنوبیل هستوي بټۍ چاودنې پېښه مینځ ته راغله اوراډیواکټیو توکې دهوا له لارې دنړۍ هرګوټ ته خپاره شول، نوهغه ته داټومي انرژۍ نړيوال سازمان له خوا دنده وسپارل شوه چې په راډیواکټیو ایزوټوپونو Isotopes  باندې د افغانستان هواککړتیا اندازه کړي اونتیجې يې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې وړاندې کړي.  
هغه د١٩٨٦ ز کال داکټوبر په مياشت کې د اټومي انرژۍ نړيوال سازمان (IAEA) په عمومي کنفرانس کې دبرخې اخيستلو په موخه داتریش هيواد ته ولاړ. په ١٩٨٦ ز کال کې د يوه وتلي افغان ، او ولس پالونکي ساینس پوه په توګه په افغانستان باندې دروسانو ديرغل اودافغان کمونيستي چارواکو سره د ډير کلک مخالفت درلودلوله کبله په اتريش کې سياسي پناه غوښتنې ته اړ شو او خپل هيوا دته بیرته راستو ن نه شو.
سلطانزی ځدراڼ د ١٩٨٩ز کال څخه تر٢٠٠٠ ز کال پورې داتریش هیواد د ويانا ښار لاينڅ په روغتون کې  دایکس وړانګومتخصص په توګه دراډیوتیراپې په څانګه کې دنده ترسره کوله.
سلطانزی ځدراڼ د  ٢٠٠١ ز کال څخه راپدې خوادالمان بایرن ایالت په یوه معتبر روغتون کې  دطبي فيزيک پوه اودایکس وړانګو متخصص ډاکټرپه  توګه د راديوتېراپې (Radiotherapy)   په دیپارتمنت  کې دسرطان ناروغۍ ددرملني  په موخه  لا اوس  هم په کار بوخت دی.
که څه هم سلطانزی ځدراڼ اوسمهال د اته اویاکالونو  ۷۸ عمرلري، خوبیا هم درادیوتېراپې متخصص ډاکټرانودکمښت له کبله  دنوموړي روغتون سره مرسته کوي کله چې کوم ډاکټرناروغ شي اویاپه رخصتي لاړشي سلطانزی ځدراڼ د پښتو، درې ، جرمني اوانګلیسي ژبو په ویلو،لوستلواولیکلوکې بشپړحاکمیت لري  اوپه نوموړوژبو باندې  روانې خبرې کولا ی شي. سلطانزی درې زامن اودوه لوڼه لري.
مشرزوی یې ډاکتر غازي محمد درادیولوژي څانګې متخصص ډاکتردی . دویم زوی یې نظیرمحمداودرېیم زوی یې وحید نومیږي چې دفیزیوتیراپې په څانګه کې يې زده کړې ترسره کړې دي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top