دغه کتاب چې (لیلا او بلاوې) نومېږي، لیکواله یې آرزو پوپل ده، پښتو ژباړنه یې ناهید علومي او انځورګره یې ماریا حسین ده، موضوع یې د ماشومانو کیسې دي چې په پښتو، دري او جرمني ژبو لیکل شوی دی.
دغه کتاب چې یو شمېر جالب او رنګین انځورونه لري، د هغو افغان ماشومانو لپاره دی چې په آلمان کې هستوګنه لري او غواړي چې د آلماني ژبې تر څنګ خپله مورنۍ او پلرنۍ ژبه هم زده کړي. همدارنګه دا کتاب په افغانستان کې هم د ماشومانو لپاره جالب دی ځکه په افغانستان کې د ماشوم ادبیاتو په برخه کې د کتابونو شمېر ډېر محدود دی.

له بلې خوا باید وویل شي چې په آلمان کې له ۳۰۰ زرو څخه زیات افغانان ژوند کوي چې یوه لویه برخه یې ځوان نسل تشکیلوي چې په یاد هېواد کې زېږېدلي یا لوی شوي دي. دغه ماشومان او ځوانان په آلماني ژبه په ښوونځیو کې زده کړې او مطالعه کولای شي. د دې ځوانانو له ډلې څخه زیاتره د خپلو والدینو په ژبه لیکل او لوستل نه شي کولای چې د افغاني ژبو زده کول ورته مهم دي او د دوی د کلتور او شخصیت په جوړولو کې اساسي دنده ترسره کوي. دا کتاب په  ۲۰۲۳ کال د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک) له خوا په کابل کې چاپ شوی چې د کتاب دوهم چاپ ګڼل کېږي. دا کتاب چې ۲۸ مخونه لري، تیراژ یې ۱۰۰۰ ټوکه دی، په افغانستان او آلمان کې یو شمېر ماشومانو او د ماشوم ادبیاتو اړوندو بنسټونو ته وېشل شوی دی.
دا کتاب له افغانیک وېب سایټ څخه ډاونلوډ کېدای شئ 

Scroll to Top