ګریم نکلونه کتاب چې ۱۴۳ مخونه لري، په ای فایف سایز کې په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال د افغانیک له خوا په کابل کې د ۱۰۰۰ ټوکه په شمېر چاپ شوی دی.

دغه کتاب چې یعقوب ګریم او ویلهلم ګریم په آلماني ژبه لیکلی، انجنیر اسدالله ملکزي پښتو ژبې ته ژباړلی چې په دې وروستیو کې د چاپ په زېور ښکلی شوی دی.

د دې کتاب د منځپانګې متن په ساده او روانه پښتو ژبه دی، ځانګړې تلوسه لري، کیسې یې له عبرتونو څخه ډکې او خوږې دي چې ګڼ شمېر مفاهیم په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه لوستونکو ته لېږدوي.

د متن تر څنګ له هرې کیسې سره یو شمېر داسې انځورونه هم راغلې چې لیدل یې لوستونکو، لیدونکو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته په زړه پورې دي او له دغو انځورونو څخه هم د کتاب د متن او محتوی په هکله فکر کیدای شي.

د دې کتاب د چاپ اصلي موخه په ټولنه کې لوستونکو ته د سر ګرمۍ تر څنګ له لوست سره علاقه او د ژوند ځینې درسونه دي چې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه ورته وړاندې کېږي. همدارنګه د  دې کتاب منځپانګه د افغانانو او آلمانیانو تر منځ ځینې کلتوري آرونه معرفي کوي چې په دواړو ټولنو کې مروجې کیسې یوې او بلې ته څومره ورته والی لري.

د دې کتاب د مخ او شا د پښتیو رنګ شین بخن غوندې دی چې د شفتلي او آبي رنګونو ګډوله یې ګڼلی شو، د پښتۍ پر مخپاڼه د ژباړن د نوم تر څنګ د افغانیک نوم لیکل شوی او یو انځور هم لري. د پښتۍ په وروستي مخ د لیکوال او ژباړن نومونه،  یو انځور، د کتاب د منځپانګې یوه برخه او آی اس بي ان شمېره راغلې ده.

د دې کتاب سافټ کاپي له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولای شي:

www.ecampus-afghanistan.org & www.afghanic.de/download

Scroll to Top