ډاکتر اکرم ملکزی

ډاکتر اکرم ملکزي خپل کاري ژوند د ژباړونکي او د جرمني ژبې د ښوونکي په توګه پیل کړ. ملكزي د کابل په اماني لېسه کې چې پخوا د «نجات لېسه» په نامه یادېده او درسونه یې په آلماني ژبه وو، زده کړې وکړې.
له یادې لېسې څخه تر فراغت وروسته یې سوکه سوکه آلماني ژبه زده کړه او دوه کاله یې د ژباړونکي په توګه د پكتيا په پرمختیایي پروژه کې كار وکړ. ملکزی په ۱۹۷۴ ز کال کې آلمان ته ولاړ او په مونشن کې یې د ګويته د انستيتوت په چوکاټ کې د آلماني ژبې د ښوونکي په توګه په کار پيل وکړ.
ښاغلی ملکزی بېرته افغانستان ته ستون نه شو او پرېکړه يې وکړه چې په آلمان کې پاتې شي، دا په داسې حال کې وه چې په افغانستان کې حالات ترينګلي شول او هلته داسې يوه دوامداره جګړه راوټوکېده چې په مختلفو نومونو تر نن پورې دوام لري.
په آلمان کې د ښاغلي ملکزي د ژوند دويم پړاو پيل شو، هغه دا چې په دې هېواد کې يې د طب پوهنځی ولوست او خپلې لوړې زده کړې يې په ۱۹۸۶ ز کال کې پشپړې کړې. نوموړي خپل پخوانی کسب او هنر هم فعال وساته او درې نور کاله يې د آلمان په محکمو کې د ژباړونکي په توګه کار وکړ.
په ۱۹۸۹ ز کال کې اکرم ملکزي خپله دوکتورا پيل کړه او ورسره يې د يو آلماني پښتو قاموس ژباړلو ته ملا وتړله.د ۱‍۹۹۶ ز کال راهيسې ډاکتر ملکزی خپل کتنځی او کار ځای لري او د کار تر څنګ یې د کتاب لیکلو بهیر ته ادامه ورکړې ده څو د آلمانانو او افغانانو تر منځ د ژبنيو خنډونو په لرې کولو کې مرسته وکړي. ښاغلي ملکزي د طبابت او طبيعي علومو يو فني قاموس هم ليکلی چې چاپ ته چمتو دی.
ډاکتر ملکزی په نظر کې لري چې آلماني ادبيات پښتو ژبې ته واړوي او افغاني ادبيات په آلماني ژبه ترجمه کړي.
په دې ترتيب ملکزی په دې بريالی شوی دی چې د افغانانو او آلمانانو تر منځ د رغوونکو خبرو اترو زمينه برابره کړي.
د افغانستان علمي شخصیت ښاغلي ډاکتر اکرم ملکزي ته د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر د میاشتې په اوومه نېټه د آلماني ـ پښتو مهم قاموس د تدوین له کبله د آلمان ستره دولتي جایزه ورکړل شوه.

ملکزي یو شمېر نور کتابونه هم لیکلي دي، چې د لیکل شوو کتابونو له جملې څخه یې لاندې کتاب زموږ له خوا چاپ شوی دی:

Lehrbuch der deutschen Grammati für Afghanen

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top