پوهندوی ډاکتر نجیب الله خلیلي

الحاج پوهندوی ډاکتر نجیب الله خلیلي په ۱۳۳۲ هـ ل کال کې د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ د آخندزاده ګانو په کلي کې په یوه علم پروره او دینداره کورنۍ کې دنیا ته سترګې غړولې دي. د طفولیت له دورې وروسته په ۱۳۳۹ هـ ل کال کې په ابتدایي ښوونځي کې شامل او په ۱۳۴۷ هـ ل کال کې د احداد متوسطې ښوونځي څخه فارغ شو په همدې کال بیا د ننګرهار عالي لېسې ته چې په جلال آباد ښار کې یې موقیعت درلودلو شامل شو، چې په ۱۳۵۰ هـ ل کال کې یې د ۱۲ ټولګي فراغت حاصل کړ او د کانکور آزموینې دورکړې وروسته د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځۍ کې شامل او له له ۷ کاله تحصیلي دورې له ختم څخه وروسته په ۱۳۵۷ هـ ل کال کې د طب په څانګه کې د ماسټرۍ دیپلوم تر لاسه کړ.
د ژوند خوږه خاطره یې دا وه چې د ټول تحصیل په دوره کې نه محروم نه مشروط او نه ناکام شوی او په عالي نمرو کامیاب شوی چې ددغه کار عامل د هغه مرحوم قبله ګاه صاحب چې د الله ج څخه ورته د جنت فردوس غوښتنه کوم او بل د هغه مرحوم وروراستاد رعایت الله خلیلي دی چې د پروردګار عالم څخه ورته د مغفرت دعا غوښتونکی یم چې په تربیه، روزنه او تعلیم کې یې له حده زیات کوښښ کړی.
د پوهنتون د فراغت څخه دوه میاشتې وروسته صحت عامې وزارت د تقسیماتو په اساس د هلمند ولایت د موسی قلعه ولسوالۍد سرطبیب په صفت مقرر شو تقریباً د یو نیم کال وظیفې د اجرا کولو وروسته د کابل ولایت د ابن سینا عاجل روغتون ته د معالج ډاکتر په صفت تبدیل شو چې د همدې وظیفې په جریان کې د عسکرۍ مقدس خدمت ته سوق او د ترخیص د لاسته راوړلو وروسته په ۱۳۶۰ هـ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ په داخله سرویس کې د استاد په توګه مقرر شو.
د څلورو کالو وظیفې وروسته د احتیاط دورې ته ولېږل شو د هغه خدمت څخه کله چې ترخیص واخیست د طب پوهنځۍ د رایولوژۍ په دیپارتمنت کې د استاد په صفت وګمارل شو.
په ۱۳۶۶ هـ ل کال کې د پوهنیار علمي رتبې ته ترفیع وکړه کله چې ورته د دیپارتمنت له خوا د معدې او اثنا عشر په زخمونو د تحقیق وظیفه وسپارل شوه دغه تحقیق یې په پوره زیار او کوښښ سره سرته ورساوه او په ۱۳۶۷ هـ ل کال د پوهنملۍ علمي رتبې ته یې ارتقاع وکړه وروسته بیا د مربوطه څانګې له خوا ورته د هډوکو د اوستیومالیتیس رادیولوژیکي علایم د تحقیق دنده ورکړل شوه د پروردګار په مرسته یې په ۱۳۷۸ هـ ل کال کې دغه تحقیق بشپړ او د پوهندوی علمي رتبې ته یې ارتقاع وکړه دریم ځل بیا د څانګې له خوا د څلورم صنف د دوهم سمستر درسي کتاب د تاُلیف دنده ورکړل شوې چې انشاءالله په دې نېږدې وختو کې به هغه هم بشپړ او د لوی پروردګار په غوښتنه به پوهنوالۍ رتبې ته ارتقاع وکړي باید زیاته کړم چې د علمي ترفیعاتو په لړ کې ډېر فرعي او تحقیقي آثار چې د هېواد په معتبرو مجلو کې چاپ شوي لیکلي دي.

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top