رنځورمل ډاكټر عجب ګل مومند

الحاج رنځورمل ډاكټر عجب ګل مومند ننګرهار ولايت د مومندرى ولسوالى د باسول په كلى كښې په (۱۳۴۷) لمريز كال كښى په يوه روښانفکره کورنۍ کښې سترګى نړى ته غړولي په كال (۱۳۵۲) لمريز كال كښى د كابل ولايت د شاه شهيد (ع) لومړنى او منځنى ښونځى كښى په زده كړو پيل كړى تر کال (۱۳۶۰) پورې هلته لومړنۍ زده کړې پاي ته رسولې او په كال (۱۳۶۴) لمريز كال كښى د كابل د حبيبې عالى ليسې څخه فارغ همدارنګه په كال (۱۳۶۴) کې د طب پوهنتون د معالجوی طب پوهنځی ته شامل او په (۱۳۷۰) لمريز كال كښى د كابل د طبی پوهنتون د معالجوى طب پوهنځى کښې عالى زده كړى بشپړې او په (۱۳۸۰) لمريز كال كښى د كابل د اندراګاندى په نوم د ماشوم روغتيا انسټيټوټ او روغتون كښى دماشومانو عمومی جراحى څانګې د تخصص پروګرام سرته رسولې په بېلابېلو روغتونونو او جراحي څانګو کښې دنده پرمخ بيولې او لاهم تراوسه د ناروغانو په چوپړ كښى دې ګڼ شمېر بهرنی هېوادونو ته (انګلستان، هندوستان ، چين ، عربی امارات ، سعودی عربستان ، ايران) ته کار ی سفرونه کړېدی.
په پښتو، درى، انګريزى او اردو ژبو كښى بشپړ لاس لرى.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top