محمد عظیم د محمد وزیر زوی د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالی اوسیدونکی چې په ۱۳۳۳ هـ ش کال کې زېږېدلی دی. په افغانستان کې د جګړو او انفلاب د پیل له امله په ۱۳۵۹ هـ ش کې ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شوی دی. د مهاجرت په دیار کې په ۱۳۶۰ هـ ش کال کې د ناصر باغ کمپ د حضرت سعد بن ربیع (رض) په لومړي ښوونځي کې شامل شوی چې د شپږم ټولګي څخه وروسته د تجربوي عالي لېسې ته د کانکور د آزموینې له لارې اووم ټولګي ته بریالی او د همدې لېسې څخه( ای ار سی)ه ۱۳۷۴ هـ ش کال کې د دوولسم ټولګي څخه فارغ شوی چې په همدې کال کې د ننګرهار طب پوهنځۍ ته د کانکور د آزموینې له لارې بریالی شوی دی او په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې د ننګرهار طب پوهنځۍ څخه په اعلی درجه فارغ شوی دی.
په ۱۳۸۳ هـ ش کال د حمل د میاشتې په لومړۍ نېټه د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د بیوشیمي په څانکه کې د ناظر پوهیالي په حیث د استادۍ دنده پیل کړه خو د علمي او اکاډمیکو پړاونو د طی کولو څخه وروسته اوس د پوهنمل علمي رتبې ته رسیدلی دی.
د لیکوال بېلا بېلې علمي مقالې په یوه مجله کې خپرې شوې دي.
د چاغ والي او د کولمو د مایکرو بيوټ تر مينځ اړتیا الف:
ب: د روژې د مبارکې میاشتې د لوږې د اغېزو څېړنه د وینې په قند او شحمیاتو باندې
د: د زم زم اوبو او د نورو اوبو د کیمیاوي جوړښت تر منځ پرتلیزه څېړنه
ج: د طبي بیوشیمي اساسات
و: د شحمیاتو استقلاب

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top