پوهندوی دوکتور ظاهر ګل منګل

پوهندوی دوکتور ظاهر ګل منګل د قاسم ګل زوی د خوست د شمل د لنډي کلي اوسيدونکی يم . په ۱۳۳۴ کل په يوه بزګره کورنۍ کې زيږيدلی يم . په ۱۳۴۲ کال د خوست ولايت د غرغښت په ليسې کې شامل او په ۱۳۵۴ هـ.ش کال فارغ او په ۱۳۵۵ هـ.ش کال د کابل د طب انستيتيوت د معالجوي پوهنځي کې شامل او په ۱۳۶۱ هـ.ش کا ل د نوموړي پوهنځي له عمومي طب څانګي څخه په برياليتوب سره فارغ شوم .
په ۱۳۶۸ کال کې د لوړو زده کړو د وزارت لخوا د دوکتورا دورې د تکميلولو له پاره پخواني شوروي اتخاد ته وليږل شوم . په ۱۳۷۴ هـ.ش کال د دوکتورا د تکميل او د Ph.D. ډيپلوم ترلاسه کولو وروسته خپل وطن افغانستان ته راستون شوم . د ۱۳۷۶ څخه تر ۱۳۸۳ هـ.ش کال پورې د IMC موسیسي سره د اورتوپيډیک سرجن په صفت د خوست په مرکزي ملکي روغتون کې وظيفه ترسره کړي ده. په ۱۳۸۴ هـ.ش کال د لوړو زده کړو د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي په علمي کدر کې شامل شوم . اوس مهال د شيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځي د جراحي ديپارتمنت د استاد په صفت دنده ترسره کوم . د پښتو – دری – روسي او انګلیسی ژبوته لاس راسی لرم. يو شمير علمي اثار مې له چاپ وتلي دي. د خپلي مسلکي دندې په تړاو مې ډيرو هېوادو ته سفرونه کړي دي.


د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top