الحاج دوکتور پوهندوی محمد آصف د استاد الحاج محمد عظیم خا زوی د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ د حصار شاهي اوسېدونکی دی. په ۱۳۴۰ هـ ش کال کې زېږېدلی دی. په ۱۳۵۷ هـ ش کال کې د احداد له عالي لېسې نه فارغ شوي دی. د هجرت په دیار کې یې د دعوت و جهاد پوهنتون د طب پوهنځۍ لوستې او په ۱۳۷۳ هـ ش کال کې ترې فارغ شو او وروسته یې په التراسوند کې تخصص واخیست په ۱۳۷۸ هـ ش کې یې د افغان پوهنتون د پتالوژي په دیپارتمنت او په ۱۳۸۱ هـ ش کال کې یې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د هستو پتالوژي په دیپارتمنت کې په کار پیل وکړ او په کال ۱۳۸۵ هـ ش کې په پېښور کې په Health Management کې ماسټري واخیسته.
چاپ شوي آثار یې:
عمومي پتالوژي
د جهازاتو پتالوژي
پتالوژي
عمومي او د جهاز پتالوژي

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top