پوهنوال سید انعام سیدي

سید انعام سیدي د مرحوم حاجي سید عبدالقدوس زوی او د مرحوم سید عبدالعزیز باچا لمسی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالی د وزیرو د قریې د صاحب زاده ګانو په کلي کې په ۱۳۳۷ هـ ش کال کې زېزېدلی دی خپلې ابتدایي زده کړې یې د وزیرو په ابتدایې ښوونځي کې تر سره کړې او په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د ملک یار هوتک لېسې نه فارغ شوي دي په ۱۳۵۴ هـ ش کال کې د طب پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۶۲ هـ ش کې د کابل طب پوهنځۍ څخه فارغ شوی.
په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د داخلې دیپارتمنت د علمي کدر د غړي په توګه ومنل شو چې تر اوسه په همدې دیپارتمنت کې د استادۍ مقدسه دنده تر سره کوي چې په ۱۳۸۷ هـ ش کال کې یې د پوهنوال علمي رتبې ته د لوړتیا په منظور د توبرکلوز په نامه کتاب د اهل طب مینه والو ته تاُلیف کړي.


د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top