پوهیالی دوکتور ډاکتر یحیی فهیم

ښاغلی ډاکتر یحیی فهیم د حاجي ګل عمران زوی د کنړونو ولایت د پېچ درې د ماڼونګي ولسوالۍ د ننګلام په کلي کې په ۱۹۷۸ م کال کې مارچ په ۱۴ نېټه په یوه دینداره او متدینه کورنۍ کې زېږېدلی دی. خپلې لومړنۍ زده کړې یې د هجرت په دیار کې د صوابۍ ضلعې د توربیلې په کمپ کې په افغان مډل سکول او منځنۍ زده کړې یې د کونړ په عمرا خان لېسه کې او ثانوي زده کړې یې په کنړ کې د ساینس په عالي لېسه کې تر سره کړې دي.په ۱۹۹۷ م کال کې د کانکور د آزموینې له لارې د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځۍ ته بریالی شو او په کال ۲۰۰۴ م کې د نوموړي پوهنتون څخه فارغ شو چه د فراغت وروسته د پاکستان د خیبر پښتون خوا ایالت کې په تلویزیونې معایناتو کې یې تخصص وکړ او د تخصص سند یې د امریکا د جیفرسن پوهنتون څخه مکمل کړ د تخصص د بشپړېدو وروسته د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د بیوشیمي په ډیپارتمنت استاد شو او همدا رنګه د استادۍ په جریان کې ښاغلی فهیم په ملي او نړیواله سطح په علمي سیمینارونو او ورکشاپونو کې برخه اخیستې چې له دې جملې څخه یې د امریکا متحده ایالاتونو او اروپایې هېوادونو معتبره پوهنتونو ته علمي سفرونه کړي دي او ورڅخه یې لیدنه کړې ده نوموړی د علمي کارونو په ترڅ کې بېلا بېلې علمي او پوهنیزې لیکنې کړې دي چې د هېواد په خپرونو کې خپرې شوي دي :

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top