پوهيالي ډوکتور يما صديقي

پوهيالي ډوکتور يما صديقي د عبدالوکيل ځوي په ۱۳۵۹ لمريز کال کې د لغمان ولايت د مهترلام ښار په مريم کلي کې زيږيدلي دي. په ۱۳۶۴ لمريز کال کې د کابل ولايت د استقلال په عالي ليسه کې شامل شو او تر لسم ټولګي پوري هلته يي زدکړه وکړه. يولسم او دولسم ټولګيو زدکړي يي د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په چکنوري ليسه کې تر سره کړه.
په ۱۳۷۵ لمريز کال کې د نوموړي ليسې څخه فارغ او د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار طب پوهنځي کې شامل شو او په ۱۳۸۳ لمريز کال کې د نوموړي پوهنځي څخه د فراغت ديپلوم تر لاسه کړ.
په همدغه کال کې د ابن سينا عاجل روغتون په داخله سرويس کې د معالج داکتر په حيث په دنده پيل وکړ. په ۱۳۸۵ لمریز کال د عامي روغتيا په وزارت کې د تخصص پروګرام د کانکور له ازمويني وروسته د ابن سينا عاجل روغتون په داخله سرويس کې د تريني ډاکتر په حيث خپل دندې ته دوام ورکړ او په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د عامي روغيتا په وزارت کې د تخصص له وروستې ازموينې څخه وروسته د لويانو په داخله ناروغيو کې تخصص سند تر لاسه کړ.

په ۱۳۸۸ لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي اناټومي څانګه کې د نامزاد پوهيالي په توګه کدر ته جذب شو او د يو کال نامزاد دوري بريالي پاي ته رسولو وروسته پوهيالي علمي رتبې ته ارتقا وکړه. په ۱۳۹۲ لمريز کال کې د 2009 GRAY’s Anatomy for Students (2end edition) څخه د ټټر اناټومي له ژباړې څخه وروسته د پوهنيار علمي رتبې ته ارتقا وکړه.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top