پوهنيار نثار احمد مصلح

پوهنيار نثار احمد مصلح د شېر افضل مصلح زوی، چې په ۱۳۶۶لمریز کال زېږېدلی دی. نوموړی د ننګرهار ولايت د مهمندرې ولسوالۍ د باسول د کلي اوسېدونکی دی. په ۱۳۸۴ لمریز کال د ننګرهار عالي لېسې نه فارغ او د کانکور په ازموينه کې د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته لاره پیدا کړه. په ۱۳۸۹ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې فارغ شو. له دې وروسته يې خپله لومړنۍ دنده په ننګرهار استیناف څارنوالۍ کې پیل کړه.
په ۱۳۹۲ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځی کې د علمي کدر په توګه مقرر شو. په ۱۳۹۳ لمریز کال د جايکا بورسونو کې په دې برلاسی شو، چې جاپان هېواد کې خپله ماستري پیل کړي. په ۱۳۹۵ لمریز کال خپله ماستري د عامه مديريت په برخه کې د جاپان نړيوال پوهنتون څخه تر لاسه کړه.
په ۱۳۹۶ لمریز کال د عامه پالېسۍ څانګې د امر په توګه وګمارل شو. په ۱۳۹۷ لمریز کال د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د ریيس په توګه وګمارل شو. اوس‌مهال د استاد په توګه دنده ترسره کوي.
تر دې دمه دوه کتابونه؛ د مديريت بنسټونه او د څېړنې ميتودولوژي لري. همدارنګه يوه څېړنه لري، چې د امريکا په (SSRN) ژورنال کې خپره شوې ده.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top