پوهنیار هدایت الله مومند

پوهنیار هدایت الله د مولوی محمود ځوی چې دننګرهار ولایت د مومندری ولسوالۍ د باسول کلي په یوه دینداره کورنۍ کې په ۱۳۳۴ هـ ش کال زیږدلی دی په ۱۳۴۰ هـ ش کال د ایمل بابا دلېسې په لومړی تولګي کې شامل او په ۱۳۵۲ هـ ش کال د همدې لېسې څخه په اوله نمره فارغ شو او له هغې وروسته استاد ۱۳۵۳ هـ ش کال دکانکور دازموینې څخه د کابل پوهنتون دساینس په پوهنځي کې شامل او په ۱۳۵۶ هـ ش کال د نوموړي پوهنځي څخه په اعلی درجه فارغ شو.
دفراغت څخه وروسته په ۱۳۵۶ هـ ش کال دایمل خان بابا په لېسه کې د ښوونکي په صفت په دنده مقرر شو او وروسته بیا په ۱\۲\۱۳۵۸ هـ ش نیټه دننګرهار پوهنتون د انجنیري پوهنځي کې د استاد په صفت په دنده مقرر شو د سرو لښکرو د یرغل سره په ۱۳۶۴ هـ ش کال ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شو چې هلته يې هم په مختلفو ښوونځیو لکه احداد، سید جمال الدین افغان، سلطان شهاب الدین غوري او د التقوی په لېسو کې د ښوونکي مقدسه دنده پرمخ یوړله اوهم د بلجيم په مؤسسه کې د ښوونکو دمسلکي روزنې کې داستاد په صفت کار کړی.
په ۱۳۷۲ هـ ش کال دمهاجرینو د راستنېدو سره سم استاد هم خپل پلارني ټاټوبي ته راستون شو او په ۱۳۷۲ هـ ش کال دننګرهار په پوهنتون د طب په پوهنځي کې د استاد په صفت مقرر او تر اوسه په همدغه مقدسه دنده مصروف دی.
هیره دی نه وي چې استاد د دی سره سره ديني درسونه ( فقه، عقاید، نحوه او صرف، تفسیر شریف، تجوید او نور ) د خپل پلار څخه زده کړی دي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top