پوهنیار دوکتور شاه محمود رنځورمل

پوهنیار دوکتور شاه محمود رنځورمل منګل د روز جان زوی په ۱۳۵۴ هـ ل کال کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې زېږېدلی دی.
اصلي ټاټوبی یې د خوست ولایت د زوړ کوټ ولسوالي ده. ابتدایي او ثانوي زده کړې یې د خیبر پښتونخوا صوبه د پېښور په ښار کې د عبدالله بن مسعود په لېسه کې په ۱۳۲۱ هـ ل کال کې سرته رسولې دي.
چې وروسته بیا په ۱۳۷۲ هـ ل کال کې د دعوت الجهاد پوهنتون په طب پوهنځۍ کې شامل شوی.
د دې پوهنتون د انتقال له امله د کابل طبي پوهنتون کې شامل شو چې په ۱۳۸۱ هـ ل کال کې ورڅخه په کدر کې فارغ شوی.چې اوس مهال د شیخ ذاید پوهنتون د طب پوهنځۍ د رادیولوژي په څانګه کې د استاد په حیث دنده ترسره کوي.

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top