پوهنوال ډاکتر عبدالواحد وثیق

پوهنوال ډاکتر عبدالواحد وثیق د محمد ابراهیم خان زوی د عبدالواحد خان لمسی د عبدالنبي خان کړوسی د سردار پاینده محمد خان کودی په قوم محمد زایی په ۱۳۴۰ هـ ل کال کې د سرطان د میاشتې په ۲۵ نېټه چې د ۱۹۶۰ میلادي کال د جولای د میاشتې د ۱۵ نېټې سره سمون لري د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالی د کهک د کلي په یوه روشنفکره کورنۍ کې زېږېدلی دی.
ابتدایه ښوونځی یې د ارغنداب ولسوالی د خوشحال خان بابا په ابتدایه کې پای ته رسولی او وروسته تر هغه د کندهار ښار د مشرقي لېسې څخه په ۱۳۵۸ هـ ل کال کې د ۱۲ ټولګي څخه فارغ او د کانکور په آزموینه کې د کابل طبي پوهنتون ته بریالی او په ۱۳۶۵ هـ ل کال کې د طب پوهنځۍ څخه فارغ او د نا مناسبه شرایطو له کبله د هېواد څخه مهاجر شو.په ۱۳۷۵ هـ ل کال کې د مهاجرت څخه راستون او د کندهار پوهنتون د طب په پوهنځۍ کې د استاد په دنده وګمارل شو.
چې د همدې کلونو په تېرېدو سره د پوهنځۍ رئیس او هم د داخلې څانګې د آمر په صفت یې دندې تر سره کړې دي.
فعلاً هم د طب پوهنځۍ د داخلې څانګې مشر او هم په پوهنتون کې د پاچا خان د څېړنیز مرکز د آمر په توګه دنده تر سره کوي.بېړنۍ طبي پېښې، د هضمي جهاز او پښتورګو ناروغی، د روغتیایي ښوونو ملي لارښود او د زړه او رګونو ناروغی د موُلف چاپ شوي آثار دي.
او په دخانیاتو باندې روږدو وګړو کې د ځنډني برانشیت پېښې، د کندهار په ولایت کې د وینې ورکولو کچه علتونه او د ترانسفیوژن اختلاطات، د کندهار په ولایت کې د وینې د لوړ فشار پېښې او کلیوي اختلاطات، د موُلف څېړنیز آثار دي.

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top