پوهیالی ډاکتر محمد هارون د رحیم جان زوی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د مملې د کلي اوسېدونکی دی.
ښاغلی په ۱۳۵۸ هـ ل کال کې زېږېدلی دی.
او په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې په ګران هېواد د روسانو د یرغل له کبله د خپلې سره کډوالی ته اړ او پاکستان ته کډوال شو.
خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د هجرت په دیار کې د پښتونخوا ایالت د کرم ایجنسۍ د صدې په سیمه کې سرته رسولې دي.کله چې ګران هېواد د روسانو د یرغل څخه آزاد او مجاهدین کامیابۍ ته ورسېدل نو ښاغلی ډاکتر محمد هارون په ۱۳۷۲ هـ ل کال کې بیرته د خپلې کورنۍ سره خپل هېواد ته راستون شو.
په ۱۳۷۶ هـ لکال کې د ننګرهار د عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ او په ۱۳۷۷ هـ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځۍ شامل شو. چې په پای کې په ۱۳۸۴ هـ ل کال کې له همدې پوهنځۍ څخه په ښه درجه فارغ او پّ ۱۳۸۵ هـ ل کال کې بېرته د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د وقایوې او اجتماعي طب په څانګه کې د استاد په توګه مقرر شو او تر اوسه پورې په همدې څانګه کې د خپلو هېوادوالو بچیانو په روزنه کې بوخت دی او د خپلو هېوادوالو په خدمت کې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې کوي.

د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top