پوهندوی دوکتور عبدالخالق دوست

پوهندوی دوکتور عبدالخالق دوست د عبدالباقي زوی په ۱۳۳۸ هـ ل کال کې د کندهار په څلورمه ناحیه کې زېږېدلی دی.
نوموړي خپلې زده کړې د کندهار د احمد شاه بابا په عالي لېسه کې په ۱۳۵۴ هـ ل کال کې پایته رسولې دي.چې په ۱۳۵۴ هـ ل کال کې د احمدشاه بابا د عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ شوی دی.
بیا یې په ۱۳۵۴ هـ ل کال کې د دوولسم ټولګي د فارغانو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی وو، چې د ښو نمرو په لاسته راوړلو په ۱۳۵۵ هـ ل کال کې د کابل په طب پوهنځۍ کې شامل شو نوموړی د تحصیل په جریان کې د یو ممتاز محصل په تږګه وځلېد، او په ۱۳۶۲ هـ ل کال کې د کابل د طب پوهنځۍ څخه په اعلی درجه فارغ او د لېسانس د درجې دیپلوم ورته ورکړل شوی دی.
نوموړی يه ۱۳۶۶ هـ ش کال کې د کابل د جمهوریت روغتون په جراحي سرویس کې تر ۱۳۷۳ هـ ل کال پورې د جراحۍ د ترېنر متخصص په صفت د ځورېدلي ولس خدمت ترسره کړ.
د لوړو زده کړو د وزارت د لوایحو مطابق د کادر د شمول د شرایطو د پوره کولو په اساس په ۱۳۷۴ هـ ل کال کې د کندهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د جراحي په څانګه کې د پوهیالي استاد په حیث مقرر شو.
نوموړی د استادۍ په جریان کې د لوړو زده کړو د لوایحو او قوانینو په مطابق د علمي ترفیعاتو د ټولو شرایطو د پوره کولو او د مختلفو علمي آثارو او کتابونو تاُلیف او ترجمې او علمي څېړنو په اساس په ترتیب او تدریج د پوهندوی علمی رتبې ته رسېدلی.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top