پوهندوی دوکتور سید شال سیدي

پوهندوی دوکتور سید شال سیدي په ۱۳۴۱ هـ ل کال کې د ننګرهار ولایت په سرخ رود ولسوالۍ د میرانو په کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې یې د سرخ رودو ولسوالۍ د چارباغ صفا په ښوونڅي، او ننګرهار لېسه کې ترسره کړې دي.
په ۱۳۶۰هـ ل کال کې د ننګرهار پوهنتون د معالجوي طب پوهنځۍ ته د کانکور له لارې شامل او په ۱۳۶۶ هـ ل کال د نوموړې پوهنځۍ څخه فارغ شو. له فراغت څخه وروسته تر ۱۳۶۷ هـ ل کال د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ په اناتومي دیپارتمنت کې د استاد په حیث مقرر شو.
 وروسته په ۱۳۷۵ هـ ل کال کې د کدر د آزموینې په بریالی توب سره په جراحۍ دیپارتمنت کې د نامزاد پوهنیار په حیث کدر کې شامل شو.
د نامزادۍ دورې له بریالۍ تېرېدو څخه وروسته پوهنیارۍ علمي رتبې ته ارتقا وکړه.په ختیځ زون کې د اوږې د بند د خلعې درملنې میتودونه د علمي څېړنې د سرته رسولو له امله پوهنملۍ رتبې نه ارتقا وکړه.
او بیا په ختیځ زون کې د عضد د هډوکي د سفلي نهایت کسرونو د تطبیق څځه وروسته د اولنر نېروېز پلسي د اخطلاطي پېښو فیصدي د علمي څېړنو د سرته رسولو وروسته د پوهندوی علمي رتبې ته ارتقا وکړه.
فعلاً د پوهندوی علمي رتبه لري او د پوهنوالۍ علمي رتبې ته کاندید دی.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top