پوهنوال جهان شاه تڼی

پوهنوال جهان شاه تڼی د الحاج میرزا شاه زوی په ۱۳۲۷ هـ ل کال کې  د خوست ولایت د تڼیو د ولسوالۍ اړوند د حصارک په کلي کې زېږېدلی دی.
په ۱۳۴۴ هـ ل کال کې د حصارک د کلي د کلیوالي ښوونځي  په لومړي ټولګي کې شامل په ۱۳۶۶ هـ ل کال کې د وخت د څړ بن منځني ښوونځي ته تبدیل شوي چې بیا په ۱۳۴۷ هـ ل کال کې د حصارک لومړني ښوونځي ته تبدیل شوی او په ۱۳۴۹ هـ ل کال کې په لومړۍ درجه فارغ شوی دی.
په همدې کال د دلو په میاشت کې د وخت د دفاع وزارت د رالېږل شوي هیات له خوا د حربي ښوونځي اووم ټولګي ته ومنل شو او د کب په میاشت کې یې په عملي توګه د (ژ) په څانګه کې چې بهرنۍ ژبه یې فرانسوي وه او یوازې د پروجکتور پر مټ ورښوودل کېده په درس پیل وکړ خو له بده یا نېکه مرغه نه پوهېږم چې کومه یوه به سمه وي د ۱۳۵۰ هـ ل کال د وري په میاشت کې د لیدلو د کم زوری په دلیل له حربي ښوونځي خارج شو.
د ۱۳۵۰ هـ ل کال نه تر ۱۳۵۲ هـ ل کال پورې هم په عمومي لومړۍ درجه د میر نادر شاه کوټ له نهم ټولګي فارغ شو.په ۱۳۵۳ هـ ل کال کې د کابل تخنیکم او د ثانوي تخنیک لېسې لسم ټولګي ته د نمرو په بنسټ د نهمو ټولګیو فارغین نیول کېدل خو له بده مرغه نوموړي ته ناوخته خبر ورکړل شو نو د ابن سینا په لېسه کې شامل شو او په ۱۳۵۵ هـ ل کال کې د ابن سینا لېسې څخه فارغ شو.
د ۱۳۵۵ هـ ل کال د کانکور آزموینې په پایله کې په ۲۳۲ نمرو د کابل طب پوهنځۍ ته بریالی شو چې په ۱۳۵۶ هـ ش کال کې پي سي بي ته شامل او په ۱۳۶۲ هـ ل کال کې یې د ماشومانو څانګه په دوهمه درجه او عمومي پنځمه درجه پوهنځۍ پای ته ورسوله او د ماسټرۍ دیپلوم یې تر لاسه کړ.
د وخت د وزیرانو د شورا د حکم له مخې د ۱۳۶۲ هـ ل کال کال فارغان ټول د عسکرۍ خدمت ته سوق شول.نوموړۍ د نا چارۍ له امله د وخت د کورنیو د وزارت په اډانه کې په لومړي پړاو کې ملکي او په ۱۳۶۳ هـ ل کال کې له نظامي لنډ مهاله کورس وروسته د لومړي څارن په رتبه و وخت د څارندوی ډاکتر په توګه د پولیسو په مرکزی روغتون کې د عقلي او عصبي په څانګه کې په دنده بوخت و.
د ۱۳۸۲ هـ ل کال څخه راپدې خوا د شیخ زاید پوهنتون په طب پوهنځۍ کې د رواني عصبي ناروغیو په څانګه کې دنده ترسره کوي.

 د مولف کتابونه لاندي ډاونلوډ کړئ:

‎‎

Scroll to Top