پوهاند دوکتور نجيب الله امين

پوهاند دوکتور نجيب الله (امين ) دالحاج امين الله خان زوي دي، نوموړي دننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په لمړي ناحيه کې په ۱۳۴۹ هجري شمسی کال کې زيږيدلي دي ۰ لومړنې او منځني زده کړي يي د ننګرهار ولايت دجلال اباد ښار په تجربوي منځني ښوونځي کې او ثانوي زده کړي يي دننګرهار په عالي ليسه کې بشپړ کړي دي ۰ په ۱۳۷۶ هجري شمسی کال کې دکابل دمعالجوي طب د انستيوت څخه فارغ شوي دي ۰ په ۱۳۷۶ هجري شمسی کال کې دننګرهار پوهنتون روغتون د ماشومانو په څانګه کې په دنده پيل کړي.
په ۱۳۷۸ هجري شمسی کال کې دلوړوزده کړو دمحترم وزارت له خوا د ننګرهار پوهنتون دطب پوهنځي دماشومانو په څانګه کې داستاد په توګه په علمي کدر کې شامل او په کال ۲ ۱۳۸ کې پوهنيار علمي رتبي ته ترفيع کړيده . په کال ۱۳۸۶ کې پوهنملي علمي رتبي ته ارتقاکړيده او په کال ۱۳۸۶ کې د IMCI دپاليسي clinical instructor معرفي شوو.په کال ۱۳۹۰ کې پوهندوي علمي رتبي ته ارتقا کړيده . اوپه کال ۱۳۹۶ کې پوهاندي علمي رتبي ته ارتقا کړيده .محترم استاد د دندي دپيل څخه تر اوسه پوري د ننګرهار دطب پوهنځي دماشومانو په څانګه کې د تدريس چاري پرمخ بيايي ۰

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top