پوهاند دوکتور بری صدیقي

پوهاند دوکتور بری صدیقي د اختر محمد صدیقي زوی چې په ۱۳۴۴ هـ ش کال د کندهار په یوه تاریخي او ویاړلي ولایت کې په یوه متدینه، علمي، او روشن فکره
کورنۍ کې زېږېدلی دی. بری صدیقي په ۱۳۵۳ هـ ش کال کې د کندهار ولایت د احمد شاه بابا عالي لېسې څخه په اعلی درجه فارغ او وروسته د کابل پوهنتون طب پوهنځۍ ته شامل شو. په ۱۳۶۰ هـ ش کال کې د طب پوهنځۍ د معالجوي څانګې څخه د MD په درجه فارغ شو په همدغه کال د کابل طب انستیتوت د هستولوژي او
امبریولوژي په دیپارتمت کې د استاد په حیث په ډېر افتخار سره ومنل شو. نوموړي په دغه دیپارتمنت کې په ډېر اخلاص او صداقت سره خپلې سپېڅلې دندې ته تر ۱۳۷۰ هـ ش کال پورې ادامه ورکړه او د ګران هېواد زرګونه بچیان یې د روغتیایې چوپړتیا په موخه وروزل وروسته بیا د
هېواد اجتماعي او امنیتي ستونزو له امله د پاکستان هېواد ته په هجرت کولو مجبور شو، نوموړی د مقدس احساس او سپېڅلې جذبې په درلودلو سره د هجرت په دوره کې هم خپلې دندې ته ادامه ورکړه او
په بېلابېلو افغاني پوهنتونونو کې یې تدریسي او نور بنسټیز ښوونیز او روزنیز خدمتونه په ډېر بریالیتوب او ورین تندي سره کړل او هلته یې هم د هېواد د بچیان د طبابت په ډګر کې وروزل.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top