پوهنوال ډاکتر محمد حسین یار

پوهنوال ډاکتر محمد حسین یار د یار محمد زوی د جلال آباد ښار لومړۍ ناحیه کې په کال ۱۳۲۰ هـ ش کې زېږېدلی دی لومړنۍ زده کړې یې د ننګرهار په عالي لېسه کې ترسره کړې دي چې وروسته په همدې لېسه کې د ښوونکي او د لېسې د معاون په حیث دنده تر سره کړې ده په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د کانکور آزموینې له لارې د
ننګرهار طب پونځۍ کې شامل شوی او په ۱۳۵۲ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ څخه په اعلی درجه فارغ او د طب پوهنځۍ د اناتومۍ څانګې کې د استاد په حیث مقرر شو. د لوړو زده کړو د وزارت د قوانینونو او لوایحو مطابق یې علمي ترفیعات اجرا او مختلف علمي آثار یې لیکلي دي چې په لاندې ډول دي:
1- د عضلاتو مبحث اناتومي ۱۳۵۷
2- د بولې تناسلي جهاز اناتومي ۱۳۶۱
3- د عضامو اناتومي ۱۳۶۱
4- عصبي سیستم اناتومي ۱۳۷۲
5- د جهازاتو اناتومي ۱۳۷۲
6- امبریالوژي ۱۳۸۲
سربېره پر دې د خپلې علمي سویې د لوړتیا په خاطر په ۱۳۶۷ کال کې هندوستان هېواد کې عالي تحصیلات کړي دي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۳۴۴۶۵۶

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top