پوهنمل دوکتور محمد ناصر نصرتي

محمد ناصر نصرتي د شهید نور محمد زوی چې په ۱۳۳۷ هـ ش کال کې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالی د سنګره کلي په یوه دینداره کورنۍ کې سترګې د فاني نړۍ ته غړولې دي. ابتدایې او ثانوي زده کړې یې د لېسې دورې تر ختمېدو پورې د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ د شیخ محمد حسین (ع) په عالي لېسه کې په ۱۳۵۵ هـ ش کال کې پای ته رسولې دي او په ۱۳۵۶ هـ ش کال کې د کانکور آزموینې له لارې د کابل طب پوهنځۍ ته د ښو نومرو په اخیستلو بریالی شو او په همدې کال کې د کورنۍ اقتصادي مشکلاتو له کبله د ننګرهار طب پوهنځۍ ته تبدیلي وکړه.په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې یې د وخت د حکومت د بې تجربه غړو د فشارونه او تهدیدونو له کبله تحصیل پرېښودو او وطن پرېښودو ته مجبور شو په ډېر افسوس باید ووایم چې نه یوازې ده بلکه ډېر دده په شان په وطن میین او په علم سنبال د غریبو او بې وزله افغانانو بچیان یا ددوی د مرمیو ښکار او یا هم تحصیل او د وطن پرېښوودلو ته اړ شول.
محمد ناصر نصرتي تقریباً تر لس کاله اوږده انتظار وروسته په ۱۳۶۸ هـ ش کال کې چې کله هم د افغانستان اسلامي پوهنتون تاٌسیس شو د خپلو کرونيو مشکلاتو سره سره له تعلیم سره د مینې په لرلو طب پوهنځۍ ته د شاملېدو فورم ډک کړ تر څو خپلې نیمګړې زده کړې سرته ورسوي د امتحان له ورکولو وروسته د افغانستان اسلامي پوهنتون د طب پوهنځۍ ته شامل شو چې په طب پوهنځۍ کې یې په هر سمستر کې د ښو نمرو په اخیستلو سره بلآخره په ۱۳۷۲ هـ ش کال کې د ستاژ دورې له تکمیلېدو وروسته د افغانستان اسلامي پوهنتون د طب له پوهنځۍ څخه په اعلی درجه فارغ شو له فراغت نه سمدستي وروسته د افغان مهاجرو په مرکزي روغتون کې د جراحۍ په څانګه کې د معالج ډاکتر په حیث مقرر شو تر ۱۳۷۵ هـ ش کال پورې یې په یاد روغتون کې په پوره ایماندارۍ دنده تر سره کړه او په همدې کال کې د وزارت صحت عامې له خوا د تغذیه په برخه کې د WHO په مالي مرسته د مصر عربي جمهوریت ته ولاړ چې په ۱۳۷۶ هـ ش کال کې یې خيلې زده کړې پای ته ورسولې او بېرته همسایه ملک پاکستان ته راستون شو په همدې کال د افغانستان اسلامي پوهنتون د طب پوهنځۍ کې د کدر دشرایطو د پوره کولو له مخې د کدر د امتحان له ورکولو وروسته داناتومۍ په څانګه کې د ښو نومرو په اخیستلو د نامزد پوهیالي په حیث مقرر شو د نامزادي دورې له ختمېدو وروسته یې په نوموړي پوهنتون کې ددې پوهنتون تر منحل کېدو پورې د استادۍ دنده اجرا کړه له هغې وروسته دافغانن پوهنتون د طب پوهنځۍ د اناتومي څانګې د استاد په حیث او بالآخره له ۱۳۸۱ هـ ش کال نه را پدې خوا د اناټومۍ څانګې د آمر په حیث او همدارنګه د طب پوهنځۍ د علمي شورا غړی او ورسره د طب پوهنځۍ د کاریکولم کمېټې د غړي په حیث دنده ترسره کوي.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top