May 23 2019

د لوي او بښونکي خدای په نامه د آریانا تلویزون  درنو لیدونکو او اورېدونکو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته، په دې هیله چې ټول روغ جوړ خوشحاله او د ژوند په ټولو چارو کې تل بریالي او سوکاله اوسي.

 ستاسو کوربه خوشحال آصفی ستاسو په درانه خدمت او چوپړ کې دی، دۍ د خوشحال (با چهره ها) په خپرونه کې نن هم یوه تکړه څېره مو خپرونې ته راغوښتې ده، زموږ د هېواد ملي سرمایه ده.

 د ده وروستي کتاب آلمانی د افغانانو لپاره وروستۍ کتاب یی دئ چې لیکلۍ یی دی. تازه کتاب دئ. هر څومره چې تاسی زر او په آسانۍ المانی ژبه زده کړی او د المان قوانین، ژوند، زدکړو او کار په څرنګوالي او شرایطو ځان خبر کړئ، هغومره به ستاسی ژوند په آلماني ټولنه کې آسانه او لا ښه شي. نو څوک که د آلمان شوقي وی یا آلمان ته ځي یا هغلته نوي تللي وی، نو دا کتاب ترلاسه کړي.

 زما مېلمه ډاکتر صاحب یحیی وردک د طب ډاکتر او همدا رنګه لیکوال او د لوړو زدکړو په وزرات کې کار کوي، په لسګونو کتابونه یی لیکلي دي او یا په لسګونو کتابونو د تنظیم او تدوین په برخه کې لوي لاس لري. ډاکتر صاحب ښه راغلاست ستړی مه شئ.

وردک: مننه تاسو او د آریانا تلویزون لیدونکو ته هم زه سلامونه وړاندې کوم.

https://youtu.be/3hDPNxjkf8c

اریانا: ډاکتر یحیی وردک څوک دي؟ چېرې زیږېدلۍ دي؟

وردک: زه دلته په افغانستان کې زېږېدلۍ یم، زه اصلاً د ورګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د دوآب کلي، د تنګي یوه ډېره ښایسته دره ده چې په هغه لاره خلک لوګر ته ځي. او مکتب مې دلته تر دولسم ټولګي پورې په افغانستان کې لوستي دی. څلور وروستي کلونه مې په حربي ښونځي کې لوستي دي بعد له هغه مې یو بورس واخیست چکسلواکيا ته هلته مې اول کال سلواکي ژبه زده کړله بیا مې شپږ کاله طب لوستي دی، بیا وروسته آلمان ته تللی یم، بیا مې په آلمان کې پبلیک هېلت (public health) لوستی دی او هم مې هلته په همدې برخه اداره او منجمنت د عامې روغتیا کې کار کړی.

آریانا: هلته د څلور کاله زده کړې کړی په عامه روغتیا کې؟

وردک : هلته مې هم تقریباً د څلورو کالو د پاره درس ویلی دی.

آریانا : څه وخت المان ته تللی یی ډاکتر صاحب؟

وردک: المان ته زه په ۱۹۹۲ کال کې تللی یم.

اریانا: همداسې شوقي لاړي او که کډوال شوی؟

وردک: نه خو مجبوریتونه وو همدغه د جنګونو د وطن حالت دلته ریژیم بدل شو او دلته ډېر سخت شرایط وو.

اریانا: څو کاله کېږي په آلمان کې ژوند کوی؟

وردک: تقریباً  ۲۶ کاله به کیږي .

اریانا : رابشو په دې باندې چې تر اوسه مو په کومو ځایونو کې کار کړی دی؟

وردک: یو خو په المان کې ما کار کړی دۍ هلته په مختلفو ادارو کې.

اریانا؟ په  حیث د څه شي؟

وردک: هلته په همدغه برخه په اصطلاح د صحت عامې په برخه کې کار مې کړی.

 مثلاً په هامبورګ کې هاروي انستېتیوت دی چې هغه کې مې څو کاله کار کړی، د ما کار داسې وو  هلته هم او دلته زه په سپینه چپنه کې د مریض سره کار نکوم بلکې په سیستم د عامې روغتیا باندې مې هلته هم کړۍ،  هم دلته بیا نو دوه کال په هامبورګ کې او درې، څلور کاله د یوې بلې مؤسسې سره  په بن کې کار وکړ، په همدغه برخه کې د صحت عامه کې موږ درېيمی نړۍ د هیوادونو د محصلینو او ډاکترانو لپاره درسي مواد د آنلاین د لارې جوړول یعنی E Larninig   تقریباً په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې کار وکړ چې افغانستان هم په دې جمله کې دۍ. بیا افغانستان ته راغلم او دلته مې په کار پیل وکړ.

اریانا: په وزارت تحصیلات عالی کې؟

وردک: اول په ننګرهار کې وم دغه د محصیلنو بد حالت مې چې ولید چې دوي دېرش کاله پخواني چپتر نوتونه استفاده کوی منحیث د یوازیني درسي موادو نو له همغه ځایه مو کار شروع کړ، بیا مو د لوړو زدکړو په وزارت کې علاقه پیدا کړه، په ۲۰۱۱ کال کې راهیسی د دوی سره همکار یمه او د دوی سره المان هم علاقه وښوده، د مختلفو مراجعو یې لکه GIZ او وزارت خارجه یی بیا یی نو زه د کریکولم په اساس تر نن پورې دغه درسي کتابونه چاپوو.

اریانا : GIZ  خو یوه لویه مؤسسه د المان له خوا نه ده ؟

وردک:  اوس هم تقریباً په ۲۹۰ مختلف عنوانه کتابونو ته په دې ورځو کې رسیږی.

اریانا : ستاسی کتابونه ؟

وردک : نه، نه دا یو هم زما نه دۍ د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو درسي کتابونه دي.

اریانا: رابشو ستاسی په دغه تازه او ورستی کتاب باندې Deutch fur afghanen-  ، چې دا تاسی لیکلۍ دی یا المانی د افغانانو لپاره دا مو د څه لپاره لیکلۍ دی؟

وردک : داسې ده په دې آخرو څو وختونو کې زه چې کله المان ته ولاړم، هلته یی ما ته ویل چې ته په افغانستان کې ډېر کارونه وکړل، نو ته لطفاً دلته هم د افغاني مهاجرو لپاره هم ځینې کارونه شروع کړه، بیا په همدو کې وو ما چې ولیدل زموږ زیاتره مهاجر هلته قبلیږی نه، هغوي چې قبلیږی، بیا هغه د ژبې کورس هم نلری، نو ژبه زده کول په يو هېواد کې چې څوک ژوند کوي دا نو کېلۍ د ژوند ده.

اریانا: دا الماني ژبه ډېره سخته نه ده ډاکتر صاحب؟ زه دوه ځلې بون ته تللی یم.

وردک : ان شاالله زه به ورسته له دې نه دا کتاب درکړم دا کتاب درسره واخلي دا کتاب المانی ژبه ډېره آسانه کوي.

اریانا: څنګه المانی سخته ده، که په آسانۍ زده کیږی ؟

وردک: ولا سخته ژبه ده، سخته ژبه ده.

اریانا: په څومره موده کې که يو څوک واقعاً د زړه نه وغواړي چې زده یی کړي ؟

وردک : څوک که همغلته په المان کې ژوند کوي او داسې صحی زیات درس ووایی درسته ورځ په یو کال کې يی څوک زده کولای شی او بیا ښه مطالعه وکړی ځکه چې محصلین یو کال اماده ګي لري.

اریانا: دلته په کابل کې د ګویتې انستېتیوت شته دي؟

وردک: هو وو ، خو اوس فعاله نه دی د امنیتي مشکلاتو له کبله.

اریانا : هو هلته چې د سفارت سره حمله وشوله هغه بیا لکه چې بند شو؟

وردک : بلی هو .

اریانا: سخنان ناب خان عبدالغفار خان دغه هم تاسی چاپ کړی؟

وردک : هو دغه هم د هغه کتابونو څخه دی چې ما لیکلی دی، دا مو کلونه مخکې لس پینځلس کاله مخکې ما د باچا خان خبرې او د ده ارزښتانکې خبرې او ویناوی دي، په مختلفو کتابونو او مجلو نه چې راټولې کړی وی، بیا دري وارې په پښتو چاپ شوی، دا په اردو هم چاپ شوی دۍ. دا په پېښور کې او دغه يي د دري ترجمه ده، دا يي دا څو مېاشتې مخکې دلته افغانستان کې چاپ شوي دۍ.

اریانا: ژباړه یی تا کړی؟

وردک:  هو ما او همکارانو مې هم پکې وڼده اخیستې ده.

اریانا: دا فلم دی؟

وردک: نه دغه د افغانستان د پوهنتونونو د درسی کتابونو چاپول دا د ما تقریباً د اوو، اتو کلونو د کار یو راپور دی، چې څه شوي دی په هغو کې د اریانا د تلویزون سره دوه درې ويډوګانې او آدیو هم شته دي، نو د هغه کتابونو لېستونه دي ګذارشونه دي.

اریانا: دا د آریانا تلویزون ته راوړي دي ؟

وردک: د ما هدف دا وو چې هر څوک چې په یو ځاي کې کار کوي ښه به دا وی چې د خبرو نه برعلاوه هغه لاس ته راوړنې نظریات او مشکلات ما په هغو کې بیان کړی دی.

اریانا : به بیا د څه سی ډي ده ۲۱۴ درسی کتابونه ؟

وردک:  دا بیا بل شي دي دا موږ همدغه کتابونه مو چې راټول کړي دی‎ تقریباً په دې لسو کلونو کې د دوو یعنې دیجیتل ورژن دی.

اریانا : دا ډېر مصؤن هم دی او هیڅ وخت نه خرابیږې؟

وردک: په دې کې په زرهاوو ورقې علم پروت دی،دا د اول صنف د اول سمېستر د طب نه تر آخره سمېستر پورې  مثلاً لکه  اناتومي، فیزیولوژي نه نیولي تر سترګو، غوږونو، ولادي نسایی، او داسې نور.

اریانا: دا د کابل طبي پوهنوتو ته ورکړل شوی دي؟

وردک: هو موږ دا د افغانستان ټولوپوهنتونونو ته رسوو.

اریانا: ډېر عالي، واقعاً دلته غواړم یوه بله پوښتنه ډاکتر صاحب مطرح کړم، په نورو هېوادونو کې مثلاً یو څوک چې تقاعد اخلي، یا یو څوک شل کال او یا دېرش کاله په یوه برخه کې کار کوي او زدکړې کوی، هغه بیا یو سلاکار کېږي یعنې مشاور کېږي او دغه د ژوند په دې کلونو کې مثلاً شل، دېرش یا څلوېښت کاله هغه بیا نورو ته انتقالوي، یا هغه لیکي د کتاب په بڼه اما په افغانستان کې دا ډېر کم کېږي مثلاً یو څوک چې تقاعد کېږي، یو څوک چې تقاعد واخلي ویده شي او بیا لاړ شي یو څه وخت بعد وفات شی متاسفانه د ده هغه کړنې، څرګندونې، زیارونه او کوښښونه هغه نه چاپېږي او تاسو دا لوي کار کړۍ دئ.

وردک : هو ما خپله چې څه مې کړي دي او څه مې چې اورېدلي دی هغه مو چاپ کړي .

اریانا: دا ديوان بیګی کلینیک څه شئ دي ډاکتر صاحب ؟

وردک : دا خو دا خلکو ما ته وایی چې ته څه رقم ډاکتر يی چې په فقط په همدې کتاب او کاغذ پسې لګیا یی، بیا ما ورته ووې چې زه کاغذي ډاکتر یم، ځکه چې سروکار مې د کاغذ سره دی، دا د ټوکې نه چې رادېخوا ته شو کله چې ما په افغانستان کې د عامې روغتیا په برخه کې ولیدل چې زیات مشکلات وو او شته دي بیا مو داسې یو فکر کړی دي چې داسې په یوه سیمه کې یو صحی مرکز یو کلینیک جوړ کړ چې خلکو ته په ډېره کمه بیه ښه خدمات وړاندې کړي.

اریانا: دیوان بیګی دا د کمپنئ خوا ته؟ دغه کلینیک تا جوړ کړي؟

وردک: ما جمع نورو دوستانو او همکارانو.

اریانا: ته هم پکې کله هلته وې.

وردک: دغه اوس هم د همغه ځاي څخه راغلئ یم.

اریانا: لوي خدمت دي له جرمني نه راځي او په دیوان بیګی کې خدمت کوي.

وردک: ولا د موږ وطن دئ هلته یو داسې احساس د قرضداری کوو.

اریانا: د تاسو خو وطن دئ خو دا نور ولې نه راځي په دومره بدو حالاتو کې ته وګوره څومره بد اقتصادي، امنیتی، فرهنګی او ټولنیز مشکلات دي په افغانستان کې .

وردک: شته هلته هم علاقه شته ده .

اریانا: ولې زیات کسان زړه نه ښه کوي چې راشی دلته خو دغه احساس باید د ټولو افغانانو سره وي چې دلته راشي او خدمت وکړي، اوس وطندوستی، وطنپالنه او مبارزه همدې ته وايی چې په سختو حالاتو کې وطن ته راشی، ځکه وطن دوی ته ضرورت لر‎ي.

وردک: ولا ځينې راغلي هم دي زما سره یو بل ډاکتر هم دئ، خو ځينې داسې مایوس هم شي، ځکه چې افغانستان کې کار کول داسې لویه حوصله غواړي، لویه قرباني غواړي، لوي زړه غواړي او کار کول دلته سخت هم دي.

اریانا: او دا بل کتاب زموږ د باچا خان خبرې؟

وردک : هو دغه زموږ د هغه دری کتاب چې سخنان ناب باچا خان پښتو کتاب دئ او دغه کتابونه مې ستاسې د همکارانو لپاره راوړي دي.

اریانا: دا نو ډالۍ دي؟

وردک: هو

اریانا: دغه د سینې سرطان؟

وردک دغه د سینې سرطان یو د هغه طبي کتابونو څخه دئ چې زموږ استادانو دلته لیکلۍ دی، چې دغه موږ چاپوو دغه کتابونه هسې ما د ځان سره راواخستل مثلاً دغه کتاب د پروژې تحلیل او مدیریت، دلته هر څوک په پروژو باندې غږیږی خو ډېر کم خلک مې ولیدل چې په واقعي توګه د پروژې نه خبر وي او یا دلته بل کتاب مو دئ انرژي سپما کونکې ودانۍ، دا دغسې مسائل دي چې د افغانستان لپاره د انکشاف لپاره يی ګټور دي، دا هسې ما څو نمونې راواخیستې چې دغه کتابونه ما نه دي لیکلي دا د بل چا دي.

اریانا: دغه د کتابونو په اړه څه دي؟

وردک: دلته باید ووایم چې د ۲۹۰ عنوانه کتابونه موږ دا په شکل د کتاب چاپوو او دا د جرمنی د بوخم پوهنتون ته لیږو. دلته ټول دغلته آنلاین کولای شي یعنې هر څوک هر محصل او هر ډاکتر کولائ شی دا کتابونه په مکمله توګه د اول صنف نه تر آخر صنف پورې ډاونلوډ کا.

اریانا: که زموږ همکار دغه انځور له نيږدې څخه واخليwww.ecampus-Afghanistan.org افغاني درسی کتابونو ته آنلاین لاسرسۍ Access to online Afghan Textbooks  نو که چېرته تاسو ولاړ شئ دغه سایت ته دغه ټول ۲۱۴ کتابونه هغه چې ډاکتر صاحب چې ځینې یی لیکلی او یا راټول کړي دي هغه ټول درسي منابع هم دلته شتون لري او دا ډاکتر صاحب اوس بې له کتابه یک محصل داسې دي لکه یو عسکر چې وسله ونه لري

وردک : هو دغه به لکه هغه پخوا چې موږ طیاره جوړوله او بیا به مو د کتاب په منځ کې اېښودله تر څو هغه پانه له موږ څخه ورکه نه شي دا هم همغسې نښه ده.

اریانا : ډاکتر صاحب تر اوسه مو څو وارې واده کړی دی؟

وردک : تر اوسه مې یو وارې واده کړی دی.

اریانا: یعنې وروسته له دې هم څه تصمیم لری؟

وردک: ولا انسان دی سړی څه نه شی ویلۍ

اریانا: څو اولادونه لرې؟

وردک: زه درې اولادونه لرم یوه لور ده او دوه مې زامن دي.

اریانا: ښه اولادونه ثمر ته رسېدلي دي درسونه يی ویلي دي؟

وردک: هو درسونه وایی ما وروسته واده کړی دی، زه دومره زوړ نه یم لکه چې ږیره او سر مې سپین شوی دی، کوچینۍ زوی مې شپږ کلن اوس هم وړکتون ته ځي.

اریانا: ښه نو بیا د ډېر ورسته واده کړی دی، دلیل یی څه وو ؟ څنګه غوښتل دې اول درسونه بشپړ کړې او کار وکړې که څنګه؟

وردک: ولا اول خو درسونه وو او بل دا چې دا د واده انتخاب هم ډېر سخت دی.

اریانا: اوس د په خپل زړه واده کړی او کورنۍ المان کې ده؟

وردک: هو کورنۍ المان کې ده کله کله دلته راځي.

اریانا: څومره کمي او کاستی لرو زموږ د لوړو زدکړو په سیستم کې اوس هم سربېره پر دغو هڅو چې په دغه تېرو آتلس کلونو کې چې نوۍ نظام رامنځ ته شو، مثلاً د پنځوس کاله مخکې د چپترونو درس ورکول کیږي د سل کاله مخکې چيپترونه درس ورکول کېږي اپدیت نه دي، ډاکتر صاحب که حقوق دي، که ژورنالیزم دی، که طب دی، که انجنیری ده، که روانشناسی ده، که فارمسي او همداسې نورې پوهنځي دي، وجه يی څه ده ستاسي په نظر ؟ څومره بیا هم اړتیا لیدل کېږي، آیا ستاسي په نظر کولای شو خپل ځان پرتله کړو د ایران او پاکستان سره، د ترکیی سره، د تاجکستان سره؟

وردک:  نه، نه په هیڅ صورت.

اریانا: یعنې څومره موږ لرې یو؟

وردک: ډېر موږ لرې یو، واقعاً یو خو دا پینځه دېرش څلوېښت کاله دلته جنګ دي او بل متاسفانه د ۲۰۰۱ کال راهیسې په دو کې هم موږ په خپله افغانان ملامت یو او هم خصوصاً د موږ مسؤولین او حکومت، چې داسې کوم اساسي فکر د کیفیت د تحصیلاتو د پاره نه دی شوی.

اریانا: یعنې دومره پيسې چې په دې تېرو اتلسو کلونو کې افغانستان ته راغلې، شاید اوس افغانستان هم لکه ایران، پاکستان او ترکیه داسې وئ چې هیڅ هېواد ته دومره پیسې نه دي ورکړل شوی.

وردک: راغلو په کتابونو کې په تحصیلاتو کې یو مشکل دا دئ چې دوي ډېر په کریکولم، کریکولم او درسي نصاب باندې غږیږي خو زه ورته وایم نصاب درسي یو چوکاټ دی، دوی باید په درسي موادو باندې کار وکړي چې کتابونه دي هدف یی محتوا ډېر مهم دي، ولې کیفیت د محصل لپاره درسي مواد دي چې تر اوسه پورې داسې سیستماتیک او اساسی کار نه دئ شوي، دا چې وشي خلک وربادنې غږیږي او دغه د ما وړاندیز دی محصلینو ته .

اریانا: دغه کتاب ما ته راکوي ډاکتر صاحب د ډالي په شکل؟

وردک: هو ولې نه دغه ټولو مې د تاسی او د اریانا تلویزون لپاره راوړي دي.

اریانا: هغه د فلم په هکله که خبرې وکړی.

وردک: هو موږ هلته یو ټولنه لرو په المان کې دا د ۲۰۰۶ کال یو پروګرام وو چې یو نفر افغان چې د افغانستان نماینده زه ومه، دوه، درې امریکایان وو چې په اطفایه کې وو. عرب، اسرایل، ایران، اوکراین او فلسطینیان موږ یو ځاي شوو او سفر مو وکړاي د بیت المقدس نه تر ترابلېسه پورې، نو دا  یوه برخه د موږه د سفر ده چې موږ په لارو څه مشکلات لیدلي دي په پښو هم تللي یو په اوښانو هم تللي یو، هو زه د افغانستان په نمایندګي تللی وم، موږ لاړو د بیت المقدس نه فلسطین، اردن ته ولاړو بیا راغلو په کښتۍ کې مصر ته په مصر کې همداسې په اوښانو سرحد د لیبیا ته ورسېدو، خو متاسفانه په هغه وخت کې قذافی وو موږ یی داخل نشو چې اجازه یی رانکړه، هلته مو یوه شپه هم تېره کړه، هغه وخت قذافي په قدرت کې وو موږ يی درسته شپه هلته معطل کړلو.

اریانا : ولې وجه یی څه وه چې تاسی ته یی اجازه درنکړه؟

وردک زه نه پوهېږم داسې د وجې نه یی کېداي شي چې دلته د مختلفو هېوادونو نمایندګان وو.

اریانا: شاید هغو به فکر کړۍ وي چې دا کومه مخبره او استخباراتی ډله وي.

وردک: د موږ هدف دا وو چې دغه مملکتونه چې د یو بل سره په جنګ کې دی، لکه افغانستان او امریکا، اسرایل او فلسطین ایران چې دغه سره یو ځای کړي وګورو چې سولې ته څه کارونه کولای شو.

اریانا: افغانان په استرالیا کې؟

وردک دا زموږ د مؤسسی له خوا نه یو چاپ شوی کتاب دی، چې دلته پوهاند صاحب حمید الله امین چې د کابل پوهنتون استاد او رییس یی وو هغو لیکلئ دی او موږ ورته چاپ کړ.

اریانا: څومره مو خپلې ژبې ته خدمت کړی پښتو ته ډاکتر صاحبؤ زه چې دغه کتابونه وینم واقعاً هوډ او هدف مو څه وو چې تاسی دومره کتابونه ولیکل یا یی راټول کړی یا یی تدوین کړئ؟ هدف مو څه وو؟

وردک: هدف داسې دی چې سړی د ما په نظر انسان مهم دي، د موږ هموطن دی یو دغه مسئله ده او بل دا چې ډاکتر چې کار کوی هغه مریض ګوري، یعنی هغه ضروت یی ګوري زه خپله د یو کتاب لیکنې نه مې هم هدف دغه دی چې یو مشکل وي سړئ داسې یو کار وکا چې هغه مشکل او هغه ضرورت حل شي. اوس دغه المانی د افغانانو لپاره دا هیڅ د ما پخوا کوم هدف او پلان نه وو، دا چې ضرورت وو او امکانات برابر وو، هلته د المان یو ایالت د مهاجرو وزارت د ما نه څو وارې خواهش وکړ او مصارف د چاپ یی هم هغوی ورکول، ما ویل ښه دا ضرورت دی ومو لیکۍ او چاپ شو، اوس په دري هم چاپېږي په پوهنتونو کې د الماني ژبې لپاره چاپیږی.

اریانا: د سیاست سره علاقه لرئ؟

وردک: ولا نه! د ما پلار په امریکا کې درس ویلی دي ما ته وایی چې politics is very dirty business سیاست څه کوې چې زه نه په افغانستان او هم په خارج کې حتی دا خبرونه هم نه ګورم، زه له خبرونو داسې کوم څه نه اورم چې زما لپاره جالب وي، یو فیسبوک نه ګورم.

اریانا: ولې فېسبوک نه ګورۍ؟

وردک: هغه هم داسې ضایع د وخت ده، شاید ځیني شیان یی مهم وي خو بیا هم هر څوک چې هر څه کوی، زه باید خبر نه شم، ځکه چې زه هر چا ته څه نه وایم چې زه څه کوم، چېرته تللی یم، څه مې نظر دی، څه مې خوښیږي، څه مې نه خوښیږي، زه په مغزو کې دومره مصروفه یم چې نور شیانو ته وخت نه لرم.

اریانا: ډېر ښه کار دی، کاشکې چې ټول تا غوندې شي. موږ تل په نورو فکر کوو خپل ځان ته نه رسیږو، په خپل کور کې مو ډودۍ نه پیدا کیږی، نورو په کورونو او په ډوډۍ باندې خبرې کوو، په لباس، په قواره ،په زدکړو… او دغه کار ولې کوو او په بهر کې هم خلک په دغسې دی چې دوی پرمختګ کړۍ، هر څوک د خپل ځان سره په خپل ژوند کې مصروفه دي.

وردک: هر څوک خپل نظر لري، ویی د لري منفي ورته ویل یو نظر ته هم ښه نه دی او مثبت ورته ویل هم ډېر ښه نه دی، دا زما شخصي نظر دي.

اریانا: ډېره مننه کوو درنو لیدونکو د ډاکتر صاحب یحیی وردک څخه، ډاکتر همدارنګه زموږ تکړه لیکوال لوي خدمت یی کړئ ده، ته ښه راغلاست وایو څه پیغام لری، څه وینا لري د آریانا تلویزون کمره ستاسی په درانه خدمت او چوپړ کې ده؟

وردک: ټولو هېوادوالو ته که دلته دي که په خارج کې دي د روژې د مبارکې میاشې ښه تېرېدا سره تېر شي.

اریانا: روژه خو همدلته یی په افغانستان کې؟

وردک ولا روژه دلته ډېره آسانه ده نظر خارج ته.

اریانا: هلته روژه لکه چې ۱۹ ساعته ده؟

وردک: دلته آذان په پینځلس کم اووه کیږی او هلته آذان په پینځلس کم لس، نو تاسی فکر وکړې درې ساعته نوره هم روژه نیول کیږي، هم له دې ځایه ناوخته روژه ماتېږي د یی یو او بل یی همغه د سولې آرزو ده چې په بهر کې دي، خو موږ باید سولې ته کار وکړو، په خپله فکر نکوم چې سوله راشي باید ډېر څه فکر وکړو او دوامداره کار وکړو، د ما یوه برخه دا د باچا خان کتابونه چې ما چاپ کړي یو، هغه یی همدغه دئ کوم تشدد چې زموږ په مغزونو او زړونو کې دئ که دغه ایسته کړي، په دې باندې ډېر کار په کار دئ چې دغه یو علت د موږ د بدبختیو دئ.

اریانا : ډېره مننه ښه ډاکتر صاحب شه راغلاست. زموږ ویاړ یاست.

 درنو ليدونکو دا وه زما خبرونه خوشال با چهره ها له ډاکتر صاحب یحیی وردک سره که چېرې بیا هم ژوندي وو او چا ژوندي پرېښودو په افغانستان کې، بیا هم ستاسی په چوپړ کې حاضرېږم، الله په امان، ستړی مه شئ

Scroll to Top