آریانا: داکتر یحیی وردک مشاور در وزات تحصیلات عالی همین لحظه همرای ما در برنامه هستند و شما میبینید که چقدر کتاب های زیاد را همرای خودشان آورده، میخواهد در رابطه به کتب  درسی پوهنتونها صحبت های داشته باشند.

خوش آمدید صبح شما به خیر

یحیی وردک: مننه زه هم د آریانا تلویزون قدرمنو لیدونکو او اوریدونکو  ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندي کوم.

آریانا: سلامت باشید ډیره مننه، در رابطه به کتب درسی پوهنتون ها میخواهیم صحبت کنیم، مسئله یا  وضعیت کتب درسی در افغانستان چطور است، میشود در رابطه به هر کدام این کتاب ها برای ما معلومات داشته باشید؟

یحی وردک: په وروستیو کلونو کې د افغانستان په لوړو زده کړو کې د کمیت له پلوه ډېر پرمختګ شوی خو له بده مرغه چې د تدریس کیفیت ته ډیره پاملرنه نه ده شوې، په لوړو زده کړو کې درسي کتابونه د استاد او نورو اکاډمیکو مسایلو تر څنګ ډېر اړین دي ځکه په درسي کیفیت کې مهمه ونډه لري. نو له همدې امله موږ د کلونو راهیسې د درسي کتابونو د چاپ او خپرولو یو پروګرام شروع کړی دی، چې تر اوسه مو د افغانستان د بېلابېلو پوهنتونونو د پاره په پښتو، دری او انګلیسي ژبو مختلفو کتابونه چاپ کړي دي او د افغانستان ټولو پوهنتونونو ته مو ویشلي دي.

آریانا: این کتابها در داخل افغانستان چاپ می شود، طی مراحل و همه چیز آن در افغانستان می شود؟

یحیی وردک: بلی، دغه کتابونه ټول دلته په کابل کې چاپیږي. دغه کتابونه موږ د دوو- دریو مطبعو سره چاپوو. په دې کتابونو کې  له ۹۰٪  څخه ډېر یې د افغانستان د مختلفو پوهنتونونو د استادانو کتابونه دي. د مثال په ډول دا کتاب چې تاسو ګورئ لیکوال یې د ننګرهار پوهنتون  استاد دی، دغه کتاب د بلخ د پوهاند ولی محمد فایض دی چې په بلخ پوهنتون کې استاد دی، همداسې د خوست او د هرات او د نورو پوهنتونونو استادان دي چې دوی په همدغه خپلو ريشتو کي درس ورکوي، زیاتره یې لیسانس او ماستری لري او شل – دریش کاله دوی په همدغه ریشته کې تحصیل کړی دی، تدریس یې کړی دی او په دې برخو کې بشپړه  تجربه او پوهه لري، هم علمي پوهه لري او هم په همدغو څانګو کې درس ورکوي.

آریانا: بیشتر محصلین شکایت دارند از سیستم درسی پوهنتونها، می گویند وقتی استادان به تدریس حاضر میشوند، به ما  درس هاة آبدیت روز را داده نمی توانند، یعنی تجربه کافی ندارند و مسلکی نسیتند، چپتر را حفظ میکنند و می آیند، فقط به ما تشریح میکنند و از ما انتظار هم دارید که ما بهتر از آنها یاد بیگریم و همچنان پشتکار قوی داشته باشیم، گله ګزاری در بین محصل و استاد زیاد شده، شما به عنوان مشاور وزرات تحصیلات عالی چه گفتنی دارید، راه حل این می تواند چه باشد؟

یحیی وردک: اووه – آته کاله مخکې ما د افغانستان په پوهنتونونو کې ولیدل چې زموږ محصلین په طب کې، انجنیرۍ کې او په نورو برخو کې هماغه شل- دیرش کاله پخواني چپټرنوټونه چې زیاتره وخت په لاس هم لیکل شوي دي، ورڅخه ګټه اخیستل کیده،  ستاسې خبره بیخی درسته  ده او له دغه حالت څخه زیاتره محصلین شکایت کوي خو متاسفانه په لوړو زده کړو کې یا په پوهنتونونو کې د دغې ستونزې بنسټیز حل لپاره یو جامع پروګرام تر اوسه پورې وجود نه لري، ځینې استادان په خپله خپل کتاب لیکې بیا یې چاپ کوي، بیا يي خرڅوي، په ډیرو مشکلاتو کې دي او ځینی استادان حتی دغه توان نه لري چې خپل آثار چاپ کړي. نو په دغو برخو کې باید د لوړو زده کړو وزارت او هم نورې مرسته کوونکې ټولنې او مؤسسې چې د تحصیلاتو او پوهنې په برخه کې ډیرې پیسی مصرفوي، باید یو جامع پروګرام جوړ کړي.

پنځلس کاله د مخه د نړیوالو په مرسته د معارف وزارت لپاره د درسي کتابونو د چاپ، یو لوی پروګرام پیل شو، چې ځینې ستونزې په کې شته او حل به شي. د لوړو زده کړو لپاره هم همدغسې یو لوی او جامع پروګرام چې ما یې وړاندیز کړی دی، ( Afghan National Textbooks Program) یا د [افغان ملي درسي کتابونو] پروګرام په نوم چې که فعال شي او پیل شي او همدارنګه د پوهنتونونو استادان وهڅول شی چی هر استاد په خپل مسلک کې کتاب ولیکي. د افغانستان په پوهنتونونو کې هر مضمون چی تدریس کیږې باید حد اقل یو درسي کتاب خو ولري، موږ ځینې پوهنځي لرو چې په دې وروستیو کلونو کې تاسیس شوې دي، خو هغوی متاسفانه یو درسي کتاب هم نه لري، نو واضح خبره ده چې محصل شکایت لري چې استاد راځي او موږ ته یو څه وایی خو موږ کوم علمي سند په لاس کې نه لرو.

آریانا: خوب بیایید در رابطه به این کتابها صحبت میکنیم، کتاب که اول شما برای ما نشان دادید “کارتوګرافی با اساسات توپوګرافی” دراینجا وقتی من چند صفحه آنرا مرور کردم، چند جای مشکلات املایی را دیدم ، من نمی توانم بالای نوشته های کسی که شما گفتید یک شخصیت بسیار بزرګ است که این را نوشته، ولې من چند جای مشکلات املایی آنرا دیدم، مثلا ستندرد بود الف نداشت در صورت که ستندرد الف میخواهد قبل ازینکه حرف سین بیاید الف میخواهد و چند تا لغت دیگرکه در اینجا ذکر شده بود همین است مشکلات، محصیلن می گوید حتی املای استادان درست نیست در این کتابها و این مشکلات بسیار اساسی ایشان است، کسی است که این ها را ببیند و مشکلات املایی آنرا برطرف کند؟

یحیی وردک: دا کتاب چې تاسې ورته اشاره وکړه د کارتوګرافی با اساسات توپوگرافی په نامه دی، لیکوال یې پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنایت دی، چې کلونه-کلونه په کابل پوهنتون کې استاد پاتی شوی دی، په همدغه ریشته کې تر پوهنوالۍ رتبی پوری رسیدلی دی. ښاغلی عنایت د کابل پوهنتون ریس هم پاتې شوی، یو وخت کی د لوړو زده کړو وزارت مشاور هم وو او په وروستیو وختونو کې د ننګرهار پوهنتون ریس هم تیر شوی دی، زموږ د کار پروسه داسې ده چې موږ استادان هڅوو چې په خپلو ریشتو کې خپل کتابونه آبدیت کړی، ویې لیکی ، ټایپ یی کړي او ډیزاین یی کړی، بیا یی موږ ته راولیږي. دغه کتابونه د مربوطه ډیپارټمنټ له خوا نه تصدیق کیږی، د مربوطه پوهنځی له رئیس او د پوهنتون  د رئیس له خوا تصدیق کیږي، نو د ځینو اصطلاحاتو په اړه موږ متاسفانه په افغانستان کې داسی  سټنډرډ چی تاسو ویلی سټنډرد یا استندرد  هغه نلرو، ځینې یې په الف لیکي او ځینې یې پرته له الف، دا اصطلاحات فرق لري، نو زه فکرکوم د علمي اړخه او د املا او انشا له نظره په دې کې لوي مشکل نشته، ځکه چی دا په خپله د استاد د دیرشو- څلویښتو کلونو محصول دی، کیداې شي په ټیپ کې کومه غلطی وي، زه نه وایم چې دا ټول کتابونه  سم دي او د دې مسوولیت هم زیاتره د استاد په غاړه دی.

آریانا: محصیلن و متعلمین پشت همین چیز ها زیادتر میگردد، چرا که به ما گفته شده است که مثلا شما  از وزارت تحصیلات عالی یا از وزارت معارف کسی را دعوت کردید می شود که همرایشان همین مشکلات را در میان بګذارید.

یحیی وردک: بلی ، لومړی خو باید کتابونه زیات شي، موږ باید د کتاب لیکنې او کتاب لوستلو کلتور پیل کړو او دې ته پراختيا ورکړو، هر کتاب چې په اول وار چاپیږي څه غلطي به پکې وي، په نوره نړۍ کې چې کتابونه ډیر دي او له کیفي پلوه ښه دي، املا  او انشا یې هم ښه ده، هغه دریشم حتی پنځوسم اډیشن ته رسیدلي دي، ان شالله په دې کتابونو کې که کومه غلطي وي، هغه به په دوهم چاپ کې اصلاح شي  او مولفین به دې ستونزو ته متوجه وي او اصلاح کړي.

آریانا: بلی باید مرور صورت بګیرد تا مشکلات کتاب ها دور شود. این کتاب ها را که ما می بینیم سی دی هم دارد و راحتر میتواند از طریق سی دی هم تدریس داشته باشند و راحت تر بیاموزند. این کتاب در باره چی است؟

یحیی وردک: دا یوه مهمه مسئله ده، اول به سي ډي ته راشم، دا ټول کتابونه چې موږ یې چاپوو خپروو، موږ مکمل دغه  هارد کاپي په پي ډي اف کې اچوو او مکمل کتاب په دغه سي ډي کې هم رایټ کوو، ځکه چې دغه کتابونه زیاتره محصلینو ته نه رسیږي او چې محصل او استاد، دا په خپل کمپیوټر کې واچوي او بل کار چې ما کړې دی تاسو وګورئ ما دوې دانې ډي وي ډي درته راوړي دي، په دې کې لیکل شوي دي ۲۱۴ طبي درسي کتابونه او دا یعنې ۲۱۴ مکمل کتابونه دي، په دې کې نه پوهیږم اویا-اتیا زره صفحې کتابونه دي چې د طب له لومړي صنف نه نیولې، کمیا، فزیک، بیالوژی، بیا داخله، جراحی، سترګې او ولادی نسایی یعنی ټول مکمل کتابونه په کې شامل دي.

آریانا: ۲۱۴ عدد کتابها در این ډی وی ډي وجود دارد ؟

یحیی وردک: بلی، دا ټول د طب کتابونه دي چې موږ د استادانو او محصلینو لپاره ځای په ځای کړي دي، سربیره پر دې موږ په دې هم اکتفا نه ده کړې ځکه چی د ژوند اکثره شیان ډیجیتل کيږي، موږ دغه ټول درسي مواد کتابونه د جرمني هیواد بوخم پوهنتون ته لیږو، هلته بیا دوی آنلاین دا خپروی، که چیرې د تلویزیون کامره امکان ولري دلته دا لینک ورکړئ یعنی هر څوک وروسته له  راجستر نه که په افغانستان کې وي، که په افریقا کې وي او که په اروپا کې وي کولی شي دغه درسي کتابونه ټول ډاونلوډ کړي، او ګټه ترې واخلي.

 ما ته د کنړ او بدخشان نه هم تلیفونونه شوي دی زه بس بیا دغه د ویب سایت آدرس ورکوم چې د دې نه بیا دوی دغه کتابونه په آسانی سره کولای شي خپلو کامپیوټرونو ته ډاونلوډ کړي او ګټه ترې واخلي.

آریانا: خوب از این ډی وی ‌‌ډی های تان ، اگر به دسترس ما قرار دهید که با خود داشته باشیم.

یحیی وردک: بلی، دا نمونی یی د تاسی د پاره در کولی شم.

آریانا: ما در برنامه صبح و زندگی بخش پانزده دقیقه یی، بخش سلامتی داریم،چون بخش های مهم آن بر میګردد به طب، میخواهیم اینها را داشته باشیم، در بخش پانزده دقیقه سلامتی، من این را از پیش تان بګیرم؟

یحیی وردک: بلی، بیخي، او راغلو موضوع ته چی پاته شوه، دا Breast Cancerپه افغانستان کې یوه مهم مسئله ده، دلته تیره هفته فکر کوم څو سیمینارونه او ورکشاپونه هم وو، له بده مرغه په افغانستان کې په مهمو موضوعاتو کې دا خبرې ډیرې کیږي او سیمینارونه جوړیږي، خو موږ دغسې علمي کار ورته کړی دی او د سینی سرطان تشخیص، تداوۍ او مخنیوی په اړه مو یو علمي کتاب چاپ کړې دی، په همدغه وروستیو ورځو کې چی دا به ان شاالله د سینی سرطان د مخنیوي،  تشخیص او تداوۍ کې د موږ داکتر صاحبانو سره مرسته وکړي.

آریانا: با مطالعه این، کار شان راحت تر هم پیش می رود.

یحیی وردک: بلی، بلی.

آریانا: تشکر داکتر صاحب یحیی وردک از این که دعوت ما را پذیرفتید، سلامت باشید، وقت خوش برای شما میخواهیم.

یحیی وردک: تشکر

آریانا: کتاب های تان زیاد بود وصحبت های زیاد باقی مانده، ان شاالله در  برنامه های بعدی خواهد بودیم.

تاریخ: 23 اکتوبر، 2017

Scroll to Top