پوهنوال سید قمبر علی حیدری

پوهنوال سید قمبر علی حیدری د سید محمد حیدر زوی په ۱۳۳۶ هـ ش کال کې د کونړ ولایت په پشد تاریخي کلی کې د ساداتو په کورنۍ کې زېږېدلی دی. ابتدایی زده کړې یې د پشد په ښوونځي کې، ثاوي زده کړې یې د نرنګ یه لېسه کې او لوړې زده کړې یې د کابل په پوهنتون کې سرته رسولې دي.
په ۱۳۵۹ هـ ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځۍ د فارمکولوژي په څانګه کې داستاد په حیث مقرر او تر اوسه پورې د استادۍ مقدسې دندې ته دوام ورکوي.
نوموړي په دې موده کې لاتدې آثار ټولنې ته وړاندې کړي:
د یو حجروي پرازیتونو او چنجو ضد دواګانې. (ترجمه).
د اتونوم سیستم دواګانې. (دواګانې).
د درملو تیراتو جنکی اغېزې.
د درملو په ځای کارونه.
ماکرولایدونه او د هغوی نوی مستحضرات.
په اوبو کې د آیودین مقدار او انډمیک جاغور سره یې اړیکې.
په ماشومانو کې د درملو اغېزې.
د پیازو فارمکولوژي.
د هوږې فارمکولوژي.
د زیتون فارمکولوژي.
د بېتالکتام انتی بیوتیکونو او بېتالکتماز نهی کونکو درملو ترمنځ سنرجیزم.
کیمو تراپي.
فارمکولوژي دوهم جلد.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top