پوهاند خان محمد احمدزی

پوهاند خان محمد احمدزی په ۱۳۲۳ هـ ش کال کې په پکتیا ولایت کې زېږېدلی دی. په ۱۳۴۵ هـ ش کال کې د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځۍ کې شامل شو او په ۱۳۵۰ هـ ش کال کې د نوموړي پوهنتون د کیمیا او بیولوژي له څانګې څخه فارغ شو. د همدغه کال د چنګاښ په لسمه نېټه د ننګرهار په طب پوهنځۍ کې د استاد په حیث مقرر شو او وروسته بیا د کابل طب پوهنتون د بیوشمي په دیپارتمنت کې مقرر شو. ښاغلی استاد د ننګرهار په طب پوهنځۍ او د کابل طب پوهنتون د بیوشمي په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړیې. زیات شمېر علمي مقالې یې د هېواد په بېلابېلو علمي مجلو کې خپرې شوې دي. استاد د بیوشمي یو جامع او پنډ کتاب په خپل قلم لیکلی دی.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top