ډاکتر محمد ناصر ناصری

محمد ناصر ناصري د عبدالغفور لمسی په کال ۱۳۳۸ هـ ش کې په شکار پور دروازه، ډنډ والوالي، کندهار ولایت کې زېږېدلی دی او فعلاً د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې اوسېږي. لومړنۍ زده کړې یې د کندهار ولایت ډنډ ولسوالۍ، کرز، حاجي جمال په لمړني ښوونځي کې ۱۳۴۵ – ۱۳۵۱ هـ ش پورې لوستې دي. د منځنۍ او لیسې دورې زده کړې یې د حاجي جمال په لېسه کې او همدارنګه یوولسم او دوولسمم ټولګی یې د کندهار ښار په احمد شاه بابا عالي لېسه کې ۱۳۵۵ – ۱۳۵۷ هـ ش کال کې تر سره کړې دي. لوړې زده کړې یې د بلغاریا په وارنا ښار کې د عالي طب انستیتوت ۱۳۵۸ – ۱۳۶۵ هـ ش کال کې ترسره کړې.
دندې:
د عامې روغتیا وزارت پورې اړوند کابل عاجل روغتون ۱۳۶۷ – ۱۳۶۸ هـ ش کلونه
د عامې روغتیا وزارت پورې اړوند کندهار میرویس روغتون ۱۳۶۹ – ۱۳۷۱ هـ ش کلونه
الخدمت – الهاجري خیریه موسسې پورې اړوند کندهار الخدمت الهاجري روغتون ۱۳۷۲ – ۱۳۸۱ هـ ش کلونه
کندهار پوهنتون طب پوهنځۍ د داخلې او توبرکلوز څانګې رسمي استاد ۱۳۸۱ – ۱۳۹۰ هـ ش کلونه

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top