پوهنوال دکتور سیدعارف ویاړ

پوهنوال دکتور سیدعارف ویاړ د خدای بښلی سید شاه جهان زوی په ۱۳۳۵ لمریز کال کی د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالی د حصارشاهی په کلی کی په یوه دینداره کورنی کی زیږیدلی دی. لومړنۍ منځنی او ثانوی ذده کړی یی د روداتو ولسوالی د احداد په عالی لیسه کی تر سره کړی.
په ۱۳۵۴ لمریز کال د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالی د احداد د عالی لیسی څخه فارغ او په ۱۳۵۵ لمریز کال د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځی ته د کانکور د لاری داخل شوه. په کال ۱۳۶۲ لمریز کی د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځی څخه فارغ شوه. په ۱۳۶۲ لمریز کال د کنړ ولایت د عامی روغتیا په روغتون کی د ډاکتر په حیث دنده تر سره کړی ده او په ۱۳۶۵ لمریز کال کی د پوهنتون روغتون د غوږ، پوزی او ستونی څانګه کی د داکتر په توګه دنده په غاړه درلوده.
په ۱۳۶۶ لمریز کال کی د کانکور د ازموینی له لاری د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځی د رادیولوژی په څانګه کی د نامزاد پوهنیار په حیث په دنده وګمارل شوه چی یو کال وروسته د نامزادی د دوری د بریالی تیریدو څخه وروسته د پوهنیاری علمی رتبی ته ارتقاء وکړه او د استادی د مقدسی دندی تر څنګ د ننګرهار ولایت د عامی روغتیا روغتون کی په خدمتی توګه د رادیولوژی په څانګه کی د رادیولوژی د متخصص په حیث وګمارل شوو چی اکثرآ یی د رادیولوژی څانګی د مشر دنده هم په غاړه درلوده.
د پوهنملی علمی رتبی ته د ارتقاء لپاره یی د کاهلانو د نری رنځ د رادیولوژیک تغیراتو څیړنی او تحقیق تر عنوان لاندی علمی اثر ولیکه همدارنګه د پوهندوی علمی رتبی ته د ارتقاء لپاره یی د مری د تضیقاتو رادیولوژیک تغیراتو څیړنه او تحقیق تر عنوان لاندی علمی اثر ولیکه.
د پوهنوالی علمی رتبی ته د لوړتیا لپاره یی د رادیولوژی تر عنوان لاندی د څلورم ټولګی د لمړی سمستر لپاره کتاب تالیف کړی دی.
د پورته علمی اثارو سر بیره پوهنوال دکتور سیدعارف ویاړ ګن شمیر علمی تحقیقی مقالی لیکلی دی چی د هیواد منل شوو علمی خپرونو کی چاپ شوی دی.
اوس مهال د ننګرهار پوهنتون د تدریسی روغتون د رادیولوژی د څانګی د مشر په توګه دنده تر سره کوی.

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top