پوهاند ډاکتر عبدالستار نيازی

محترم پوهاند ډاکتر عبدالستار ( نيازی ) د شهيد عبدالغفار زوی د لغمان ولايت د علينګار ولسوالۍ د شوراباد د کلي اوسيدونکی دی ښاغلی په ۳۷ ۱۳ لمريز کال کې زيږيدلی ، په ۵۵ ۱۳ لمريز کال د علينګار ولسوالی د شيخ محمد حسين د ليسې څخه په اعلی درجه فارغ او بيا د کانکور ازموينې د بريالۍ نتيجې څخه وروسته په ۱۳۵۵ لمر يز کال د ننګرهار پوهنتون د طب په پوهنځۍ کې شامل شو .
چې په ۱۳۶۲-۱۳۶۱ هجري لمريز کال له طب پوهنځې څخه په اعلی درجه فارغ او بيا د روسانو د يرغل له کبله دخپلې کورنۍ سره ګډوالۍ ته اړ او پاکستان ته کډوال شو ښــــــــــــــــــــــــــاغلي د هجــــــــــــــــرت په ديــــــــار کې د چين د ولســـــــــــــي جمهــــــــــــــــــــــــوريت په University Hospital Shanghai کې عملي او نظري لوړې زده کړې کړي دي ، او هم يې د شهيد ډاکتر محمد عمر ، شهيد داکتر عبدالشکور او د افغان سرجکل په روغتونونو کي د نورو ډاکتر صاحبانو سره يوځای د مجاهدينو او مهاجرينو په درملنه کي نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې دي . کله چي ګران هيواد افغانستان د روسانو د يرغل څخه ازاد شو نو ښاغلی داکتر عبدالستار بيرته خپل هيواد ته د خپلې کورنۍ سره راستون شو او په ۸ /۱۰/ ۱۳۷۶هجري لمريز کال د ننګرهار د طب پوهنځي د اطفالو په څانګه کې د کدر د ازموينې څخه وروسته د استاذ په توګه مقرر شو . محترم پوهاند ډاکتر عبدالستار ( نيازی ) د ۱۳۷۸ څخه تر ۱۳۸۱ نېټې پورې د پوهنتون روغتون سرطبيب و .
محترم پوهاند ډاکتر عبدالستار ( نيازی ) د خپل سرطبابت په دوره کې د پوهنتون په روغتون کې د ټولو امکاناتو سره د نيونتولوژي څانګې بنسټ کښيښود ، او هم يې د TFC څانګه فعاله کړه . چې په همدې دوره کې يې درې دورې ډاکترانو او نرسانوته په خپل ابتکار سره د شپږ شپږ مياشتو لپاره د خيبر ټيچينک هسپتال د نيونتولوژي په څانګه کې د ترېننګ زمينه برابره کړه.
د پوهنتون روغتون د وينې بانک يې جوړ کړ، او د WHO, UNICEF، HNI او د وخت د نورو NGOs په مرسته يې د ډاکترانو ، نرسانو او د لب تکنيشنانو د علمي لوړتيا لپاره يې لوی او واړه طبي ، علمي ، مسلکي او روزنيز پروګرومونه دا ير کړي وو. چې په همدې روغتون کې د ډاکتر محمد هاشم (وهاج) له خوا د التراسونوګرافي د کورس د دوه دورو نارينوو او ښځينوو ډاکترانو فراغت يې لويه بيلګه ده .
په ساختماني برخه کې د محترم ډاکتر صاحب د سرطبابت په دوره کې دده په هلو ځلو د پوهنتون روغتون د اوبو دوه لويې ذخيرې د ۸۰۰۰۰ ليترو په ظرفيت ، د ماشومانو الحاقيه تعمير چې اوس پکې د ماشومانو سوتغذي ماشومان او عاجل ناروغان بستر دي او هم د ولادي نسايي څانګې پولي کلينيک ساختمان په اساسي ډول جوړ شوي دي .
محترم پوهاند ډاکتر عبدالستار ( نيازی) تر اوسه پورې د طب پوهنځۍ د ماشومانو په څانګه کې د خپلو هيواد والو د بچيانو په طبي روزنه او هم د پوهنتون روغتون د ماشومانو په څانګه کې د خپلو هيواد والو د کوچنيانو په درملنه بوخت دی .
د محترم پوهاند داکتر عبدالستار ( نيازي) نور چاپ شوي علمي اثار !
۱: د ماشومانو ناروغۍ په دوه جلا ټوکونو کې ۱۳۹۲ ل ل
۲: د AFP سندروم د لاملونو د پيښو څيړنه
۳: په نوو زيږيدلو ماشومانو کې د تيتانوس د پيښو څيړنه
۴: د Beta thalassemia ناروِغانو د درملنې او وقايې اغيزمنې لارې او thalssemia کنترول پروګرام
۵: په ملاريا اخته ماشومانو کې د غوړلرونکو پروتينو د سويې د معلومولو څيړنه
۶: په غيراختلاطي PF ملاريا ناروغانو بانـدې دfansidar +chloroquine او artesunate fansidar + درملو د اغيزو پرتليزه څيړنه.
۷: د نوو زيږيدلو ماشومانو د ژيړي د لاملونو فيصدي معلومول
۸: د سوتغذي ناروغانو د مهمو لاملونو فيصدي معلومول
۹:د نوو زيږيدلو ماشومانو په ژيړي باندې د معمولي او زرورق لرونکې فوتو تراپي پرتليزه څيړنه
۱۰: د ماشومانو د حاد نس ناستې په درملنه د Zinc او Vitamin A د اغيزو څيړنه
۱۱: د ماشومانو په بولي انتاناتو باندې د nitrofurantoin , gentamycine nigram, او ciprofloxacin د رملو د اغيزو څيړنه
۱۲:په نوو زيږيدلو ماشومانو کې د دتخرګ او مقعد د تودوخې د فرق پرتليزه څيړنه
۱۳: د ماشومانو د جهازاتو معمولې ناروغۍ ۱۳۹۵ ل ل
۱۴: د طب پوهنځئ د پنځم ټولګي د اول سمستر درسي کتاب ۱۳۹۴ ل ل
۱۵: د طب پوهنځئ د پنځم ټولګي د دويم سمستر نيونتولوژي درسي کتاب ۱۳۹۷ ل ل

د مولف کتابونه لاندې ډاونلوډ کړئ:

Scroll to Top