ا)  اهمیت: څرنګه چې علمي څېړنه پرته له احصائیوي مېتودونو څخه ممکنه نه ده، د تحقیق د علمي روش اساسات په احصائیه کې زده کېږي. د احصائیې دغه کتاب د پوهنتونو د ساینسي پوهنځیو لپاره، د منظور شوي نصاب مطابق  تالیف شوی دی، چې د طب،  کرنې او وترنري علومو په پوهنځیو کې تدریس کېږي. موضوع یې د علمي څېړنې لپاره د معلوماتو راټولول، تنظیم، لنډیز، جدول، د ګرافونو په واسطه خلاصه کول او ښودل دي. دا مسائل د نن ورځې په علمي بحثونو کې ډېر مهم او د فرضیاتو د اثبات لپاره اساس جوړوي.

ب) محتوا: په دې  اثر کې د احصائیې د علم پېژندنه، ارزښت، د احصایئې دوه برخې، ارقام، د ارقامو را ټولول، لومړی لاس او دوهم لاس ارقام، احصائیوي جدول او ګرافونه، مرکزي اوزان (مود ،میانه او اوسط) انحراف یا پراګندګي (وسطي انحراف، میزاني انحراف ، فاصله) احتمالات، ورینس او د ورینس تحلیل، د زماني سلسلې، پیوستو ن یا رېګریژن او د هغه تحلیل، تراکیب او تبادیل او ورسره تړلي مسایل شامل دي. دا ټول د حل شویو مثالونو په واسطه ښودل شوي او د هر فصل په آخر کې تمرینات هم شته.

ج) د چاپ مرجع: دا کتاب د لوړو زده کړو د سلاکار محترم ډاکتر یحیی وردک په مشرۍ د افغانستان د معلوماتي مرکز افغانیک له خوا چاپ شوی دی.

ج) د چا لپاره دی؟  دا کتاب د طب او وترنري پوهنځیو په لومړي کال کې او د کرنې پوهنځي په دریم صنف کې تدریس کېږي. همدارنګه له دې اثر څخه په مجموع کې ټول هغه ریسرچ کوونکي استفاده کولای شي چې د څېړنو  او د علمي تجربو د ډیزاین  په کار بوخت دي.

د) د څه لپاره دی؟ د دې کتاب عمده موخې او د استفادې موارد د علمي څېړنې د پروسې پېژندنه او د تحقیق په برخه کې د ارقامو تحلیل، د مربوطه مېتودونو پېژندنه  او له هغو څخه نتیجه ترلاسه کول دي.

هـ) په کومو څانګو پورې اړه لري؟  دا کتاب د ټولو ساینسي څانګو لپاره دی، لکه طب، فارمسي، کرنه او وترنري چې  طبیعي او حیاتي پدیدې هم څېړي. دا کتاب د علمي تجربو د ډیزاین لپاره هم ضروی دی خو باید یادونه و شي چې احصائیه د اجتماعي علومو په برخه کې هم خپل ارزښت لري.

مهم عنوانونه یې: په معاصر وخت کې علمي څېړنه او په هغې کې د احصائیې د علم رول، ډیټا راټولول، تنظیم، لنډیز، جدول او د ګرافونو په واسطه یې خلاصه کول او ښودل دي. همدارنګه د احصائیې د علم پېژندنه، ارزښت، د احصایئې دوه برخې، ارقام، د ارقامو را ټولول، لومړی لاس او دوهم لاس ارقام، احصائیوي جدولونه او ګرافونه، مرکزی اوزان (مود، میانه او اوسط) انحراف یا پراګندګي (وسطي انحراف، میزاني انحراف، فاصله) احتمالات، ورینس او د ورینس تحلیل، زماني سلسلې، پیوستو ن یا ریګریژن او د هغه تحلیل، تراکیب او تبادیل او ورسره تړلي مسایل دي. دا د علمي څېړنو د سر ته رسوونکو او علمي تجربو ډیزاین کوونکو ته په پام سره ترتیب او ډیزاین شوی دی.

Scroll to Top