ا)  اهمیت: اقتصادي پروژې د یو هېواد په اقتصادي – اجتماعي پرمختیا کې فوق العاده ارزښت لري او د پروژو له تطبیق پرته د یوې ټولنې یا هېواد پرمختیا شونې نه ده. له همدې کبله د پروژو د تحلیل او مدېریت اساسات په دغه کتاب کې زده کېږي. د پروژو د مدېریت کتاب د اقتصاد د پوهنځیو لپاره، د منظور شوي نصاب مطابق  تالیف شوی دی، چې د اقتصاد د پوهنځیو بېلابېلو دیپارتمنتو کې تدریس کېږي. موضوع یې د پروژې پېژندنه، د پروژو د مناسبوالي او ګټورتوب تحلیل او د تحلیلي روشونو معرفي او مؤثریت دی. د پروژو تحلیل او مدېریت د یو هېواد  د اقتصادي پرمختیا لپاره اساس جوړوي.

ب) محتوا: په دې درسي کتاب کې د اقتصادي پروژو پېژندنه، ارزښت، د پروژو تحلیلي روشونه، په پروژه کې پانګونه، د پروژو طرح، د پروژې سایکل (مراحل)، پلان او پروژه، د پروژې د مدېرانو دندې، د پروژې تشکیل، د پروژې اقتصادیت او د هغه تحلیل، د پروژې ارزونه او ورسره تړلي مسایل شامل دي. دا ټول له ضروري مثالونو سره یو ځای ښودل شوي او د هر فصل په آخر کې تمرینات هم شته. دا کتاب لازم عکسونه، شکلونه، جدولونه  او د تحلیل طریقې هم لري.

ج) د چاپ مرجع:  دا کتاب د لوړو زده کړو د سلاکار محترم ډاکتر یحیی وردک په مشرۍ د افغانستان د معلوماتي مرکز (افغانیک) له خوا چاپ شوی دی.

د) د چا لپاره دی؟  دا کتاب د اقتصاد او عامه ادارې او پالیسي  پوهنځیو کې په دوهم کال کې تدریس کېږي او په مجموع کې د اقتصاد د څانګې فارغان، د پروژو مدېران، د پالیسیو جوړوونکي، د پلان د اداراتو ماهرین او د موسساتو د پروژو طراحان ورڅخه استفاده کولی شي، چې د پروژو په طرح، اجرا او ارزیابي  کې په کار بوخت دي.

هـ) د څه لپاره دی؟ د دې کتاب عمده هدف او د استفادې موارد د اقتصادي پروژو د ډېر ښه تحلیل او تطبیق  او د پروژو د طرحې، مقایسې او اجرا په برخه کې د تحلیل او له هغو څخه نتیجه ترلاسه کول دي.

و) په کومو څانګو پورې اړه لري؟ دا کتاب د ملي اقتصاد، د پرمختیا د مدېریت او د کرنې د پوهنځي د کرنیز اقتصاد د څانګو لپاره ارزښت لري، د پروژې ارزونه او ډیزاین د بېلابېلو اقتصادي پروژو منیجرانو لپاره هم ضروري دي.

مهم عنوانه یې: پروژه، د پروژې ډولونه، د پروژې سایکل، د پروژې د نافعیت سنجول، د ګټې د بېرته راګرځېدو دوران، د پروژې د ګټې کلنی سنجش، د پروژې اقتصادي عمر، د پروژې مدېریت، د پروژې ټېم او داسې نور مهم مسایل دي. دا د پروژو د مدېرانو، د ټېم د منیجرانو او په مجموع کې د اقتصادي پروژو د ډیزاین کوونکو لپاره په پام کې نیول شوی دی.

تاسو دغه کتاب دلته ډانلوډ کولای شئ:

Scroll to Top